ورزش

کرکټ: ویسټ انډیز پاکستان ته خپل تګ وځنډولو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۶مه ۱۳۹۶ل): د ویسټ انډیز کرکټ لوبډلې پاکستان سره د څو لوبو سیریز چې په پاکستان کې به ترسره کېدلې، را روان کال ته وځنډولو.

د پاکستان کرکټ بورډ چارواکو ویلي چې څه موده وړاندې یې له ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره پر دې موافقه کړې وه چې دغه لوبډله به په نومبر میاشت کې پاکستان کې لوبې کوي.

دوی زیاته کړې چې د سیریز د ځنډولو لامل خراب موسم دی او پر وینا یې په لاهور کې د نومبر په میاشت کې د لوبو کېدل ستونزمن دي.

خو ډان نیوز ته ځېنو سرچېنو بیا ویلي چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د خپلو لوبغاړو د امنیت په اړه اندېښنې پاکستان سره شریکې کړي دي.

ویسټ انډیز ویلي  چې که په ۲۰۱۸ز کال کې دې پاکستان لوبډله ویسټ انډیز کې لوبې وکړي او یا دې هم پاکستان ورسره په پاکستان کې د کېدونکو لوبو ګټه نیمه شریکه کړي.

د ۲۰۰۹ز کال راهیسې په پاکستان کې تر دې دمه هېڅ یو نړیواله لوبډله دغه هېواد ته د لوبو یوې لړۍ لپاره نه ده تللې.

پاکستان تېره میاشت کې سري لنکا لوبډله دې ته تیاره کړله چې یواځې د یوې ۲۰اوریزې لوبې ترسره کولو لپاره لاهور ته د لوبو ته ولاړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx