د الوتکو رنګ ولې سپین وي؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لړم ۱۶مه ۱۳۹۶ل): آیا پوهېږئ یا په دې اړه مو کله فکر کړی دی چې ولې د الوتکو رنګ سپین وي؟ د دې شا کوم راز پروت دی؟

که مو تر دې دمه فکر پرې نه وي کړای، موږ يې د سپین والي لامل درښیو.

د ټیکنالوژۍ پوهان وايي چې د الوتکې په پورته برخه سپین یا سپین ته ورته رنګونو د انتخاب مهم لامل لمر دی. دوی وايي چې سپین رنګ د لمر رڼا د انعکاس او د هغې د حرارات کمولو سربېره د بريښنايي وړانګو د احتمالي زیان څخه ساتي.

که په اسانو توریو کې یې ووایو دغه رنګ داسې دی لکه څوک چې د پوستکي د ساتلو لپاره لمر اسکرین استعمالوي.

پر دې سربېره د الوتکې ډیری برخې د ګرمۍ څخه هم ساتل کیږي او هم یې ځېنې مصارف کمیږي.

په یو بله څېړنه کې بیا ویل شوي وو چې سپین رنګ د دې لپاره استعمالیږي چې مرغان یې له لرې لیدلای شي او ځان ورسره تر ټکره ژغورلای شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د