ټولنیزه برخه

د ارواپوهنې یوه تجربه، او یو نبوي حدیث

د اروا پوهنې وتلی امریکايي ماهر فیلیپ زیبمارډو یوې عجیبې څیړنې اوتجربې زیات بحثونه رامنځته کړل، داتجربه (دسټانفورډ دپوهنتون بندیخانه) سره مشهوره ده، دې سړي له نوموړي پوهنتون څخه څو شاګردان رابیل کړل، دوی یې په دوو ډلو ووېشل، یوه ډله یې د پوهنتون په یوه ځانګړې برخه کې بندیان کړل او بله ډله یې په دې بندیخانه او بندیانو باندي مسؤلین وټاکل.

ده پوره کوښښ وکړ چې دا موضوع په سمه تمثیلي توګه وړاندي کړي، دبندیانو ډله یې په ولچکونو ټینګ وتړل، او په هغوی باندي مسؤلو کسانو ته یې دپولیسو یونیفورم ورپه غاړه کړ، بندیان یې په ولچکونو کې تړلي د پوهنتون هغې برخې ته بوتلو چې دوی بندیخانه نومولې وه.

په دې ټولو کړو وړو کې د ډاکټر زیبمارډو له خوا د بندیخانې په چارواکو هیڅ ډول بندیز نه و یعني هغه دوی ته ویلي و چې له بندیانو سره دچلند په اړه پر تاسو هیڅ ډول بندیز یاکومه اصل او قاعده نشته ستاسو چې څه خوښه وي هغه ډول چلند ورسره کولی شئ، او په دې اړه به له دوی هیڅ ډول پوښتنه نه کیږې او نه به پردوی څه مواخذه وي.

نوموړي ډاکټر د دقیقو څارنیزو الاتو په ذریعه دبندیانو او دهغوی دچارواکو زده کوونکو هره کړنه او هرڅه په دقیقه توګه څارل، کوم زده کوونکي چې دچارواکو په توګه ټاکل شوي وو هغوی هغه کسان وو چې پوهنتون کې یې په اخلاقو او تهذیب کې ترټولو ښې نمرې لرلې، خو په کمه موده کې ډاکټر فیلیپ زیبمارډو دخپلې څیړنې په مهال عجیب او حیرانوونکي حالت ولید، هغه داچې څرنګه چې مسؤلو زده کوونکو ته له بندیانو سره په چلند کې مطلق واک ورکړل شوی و هغوی ولیدل شوو چې له خپلو بندیانو ملګرو سره یې بیخي ناسم چلند کاوه او آن ډیر ځله خو دهغوی دتعذیب او زورونې پیښې ولیدل شوې.

نوموړی ډاکټر او دده ټیم د دې تجربې په ترڅ کې هغې پایلې ته ورسید چې هغه د ټولینیزې ارواپوهنې په ټولو ماخذونو کې شتون لري او هغه دا چې مطلقه سلطه او بې سرواښي واک د بشري نفس ټولې بدۍ را بهر کوي، یعني که یوچاته مطلق واک په لاس ورشي او هغه ډاډه شي چې د کړنو یې څوک پوښتنه نه کوي (که هغه ډیر ښه انسان وي هم حتما به کوم بد خویونه هم لري) د دا ډول واک په وخت کې یې همدا بدخویې رابرسیره کیږي.

څوک چې په خپل واک او قدرت کې له دنیوي مواخذې او پوښتنې نه ویریږي هغه که ډیر ښه انسان وي هم د قدرت پر مهال یې پټه بداخلاقي رابرسیره کیږې لکه دا کیسه چې په لوړه څیړنه کې روښانه شوه، نو په وضعي قوانینو کې د دې ستونزې حل داده چې دهرچا دواک او قدرت دکنترول او دهغه د مسؤلیت له پاره حدود وټاکل شي، او له ټاکلیو حدودو نه په سرغړونه سره هغه مجازات شي، او دا هم د ژوند په ټاکلیو او ګوتشمیر برخوکې.

خو داسلام په پراخه اخلاقي او اصولي نظام کې د دې ستونزې له پاره پوره حل شتون لري، او هغه هم دژوند په ټاکلیو برخو کې نه بلکي د ژوند په ټولو برخو کې، په دې اړه ګڼ شمیر روایات او نبوي لارښوونې شتون لري خو زه دلته یو جامع حدیث را اخلم او ایله په ژباړه یې بسنه کوم، دا حدیث بخاري او مسلم دواړو روایت کړی ده، خورا اوږدې تشریح ته اړتیا لري او دموضوع اړوند لوی او ارزښتناک اصل ده .

كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤول عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْؤولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ ومَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، -قَالَ: وَحَسِبْتُ أَنْ قَدْ قَالَ: وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي مَالِ أَبِيهِ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ- وَكُلُّكُمْ رَاعٍ وَمَسْؤولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ. (رواه البخاري ومسلم )

ژباړه: تاسو هر یو شپون یئ او له هر یوه به دهغه شي پوښتنه کیږې چې دی دهغه شي په ساتنه ګومارل شوی دی، امام شپون دی او دخپل ولس په اړه به پوښتل کیږې، سړی ساتونکی دی او دخپلو کوروالو پوښتنه به ورنه کیږې، ښځه دخپل میړه دکور ساتونکې ده او دهغه پوښتنه به ورنه کیږې، خادم دخپل بادار دکار ساتونکی دی او دهغه پوښتنه به ورنه کیږې، هغه وایې او ګومان کوم چې هغه دا هم وویل: سړی دخپل پلار دمال ساتونکی دی او دهغه پوښتنه به ورنه کیږې، او تاسو هر یو ساتونکی او دشپانه په څیر یئ د درسپارل شوي شي پوښتنه به درنه کیږې.

د الله درسول خبرې په حقیقت کې دالله خبرې دي: وماینطق عن الهوي ان هو الا وحی یوحي، دی له خپله ځانه خبرې نه کوې دا هغه ته دوحي له لارې ورکول کیږې، هر هغه مومن چې په الله او دهغه په رسول ایمان لري هغه د الله او دهغه د رسول په ټولو خبرو باور لري، په دې حدیث کې هرکس دژوند او خپل مسؤلیت په هر پړاو کې هیڅکله خپل سری نده بلکي مسؤل دي، په روایت کې دا خبره دوه ځله تکرار شوي (كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْؤول) د حدیث په پیل کې هم او په پای کې هم او په منځ کې یې د څو غټو مسؤلینو یادونه کړې ده اصلا هر مومن مسؤل دی او پوښتل کیږې به.

لکه چې د ارواپوهنې د ماهرینو په لوړه تجربه کې مو ولیدل که یوڅوک مسؤل نشي او هغه دخپلو کړنو په اړه ویره ونلري چې پوښتل کیږم به نوپایله یې واضحه ده، نن سبا د اسلامي نړۍ په اکثرو دولتونو او ادارو کې او په ځانګړې توګه زموږ دهیواد موجوده اداره چیان ځکه د نړۍ په سطحه لوی پساتیان او کرپټ مخلوق ده چې دوی نه له وضعي قوانینو ویره لري او نه له خدایه او د اخرت د ورځي دحساب او پوښتنو ویره لري، الا من رحم الله نو د هر مومن په زړه کې چې د مسؤلیت ویره او احساس ختم شي هغه به طبعا د نړۍ لوی فسادګر او لوی شریر انسان وي.

لیکوال: حامد افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x