افغانستان

پاکستان په جلال اباد کې د خپل دیپلوماټ پر وژنې غبرګون وښود

نن ټکی اسيا (دوشنبه ، ۱۵ لړم ، ۱۳۹۶): نن د دوشنبې په ورځ په جلال اباد کې د پاکستان د کونسلګرۍ یو دیپلوماټ د نامعلومو وسلوالو له لوري په ډزو ووژل شو.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې هغه د خپل استوګنځي څخه وتلی وو، امنیتي ځواکونو ته یې خبر نه وو ورکړی.

دیپلوماټ څوک وو:

د پاکستاني رسنیو په حواله وژل شوی کس رانا نیار اقبال نومیدی، د پاکستان د سیالکوټ ښار اوسیدونکی وو، د پنځه اولادونو پلار وو. په کونسلګرۍ کې يې د ویزو ورکولو په څانګه کې کار کوی.

او زیاته وي چې پېښه پر ۶ بجې ماځیګر هغه مهال را منځته شوه کله چې هغه د ماځیګر لمونځ وکړ او د کور لور ته روان وو، د هغه پر سر او سینه پنځه ګولۍ لګېدلي.

خو عطاء الله خوږیاڼي ویلي چې نوموړی د سودا رانیولو په خاطر وتلی وو چې پر موټرسایکل سپرو دوه کسانو ډزې باندي وکړې او ځای پر ځای یې وواژه.

د پاکستان غبرګون:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په اسلام اباد کې يې د افغانستان شارزدافیر (قایم مقام سفیر) را غوښتی او د پاکستان احتجاج یې په رسمي توګه ورته رسولی دی او خپل د سفارت او کونسلګریو د کارکوونکو د اضافي امنیت غوښتنه یې کړې ده.

په پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخیلوال هم له خپله اړخه دغه پېښه په کلکو ټکو غندلې او په خپل ټویټر اکاونټ کې يې ولیکل چې د افغانستان حکومت د غمشریکی پيغام یې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ته ورسوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x