نړۍ

ټرمپ هم په سعودي کې د امیرانو او تجارانو پر نیولو غبرګون وښود

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): د امریکا ولسمشر د خپل ټویټر اکاونټ له لاري په سعودي کې د وروستیو بدلونونو په اړه غبرګون وښود.

نوموړي پر خپل اکاونټ لیکلي: زه پر پاچا سلمان او د هغه پر زوی بشپړ اعتماد لرم، دوی پوهیږي چې څه باید وکړي…

په یوه بل ټویټ کې نوموړي ویلي: «د نیول شویو څخه یو څو کسانو د کلونو لپاره هیواد (د غوا په څېر) «لوېشلی» دی.

باید وویل شي خپله پر ټرمپ باندي تور دی چې په سعودي کورنۍ کې دننه اختلافات، د خلیجي هیوادونو تر منځ شخړه او د یمن جګړې څخه په استفادې د ملیاردونو ډالرو په مقابل کې د سعودي د اوسني حکومت ملاتړ کوي .

د یادونې وړ ده چې د تیرې شنبې په ماخوستن د سعودي پاچا یو ناڅاپي د یوه ځانګړي فرمان له مخې د فساد سره د مبارزې لپاره یوه واکمن کمیسون جوړ کړ چې مشري به یې دده زوی محمد بن سلمان کوي، ددغه فرمان د اعلان سمدستي وروسته د شاهي کورنۍ ۱۱ تنه امیران، ۴ اوسني وزیران او په لسګونو پخواني وزیران او تجاران ونیول شول.

که څه هم دغه پرمختګ ته د فساد سره د مبارزې نوم ورکول شوی خو اکثره کتونکي په دې باور دي چې د سعودي پاچا ملک سلمان غواړي خپل زوی محمد بن سلمان ته تر پاچاهي تیر شي، ځکه غواړي چې له مخې يې احتمالي مخالفتونه هم لیري کړي او همداراز د واک په ګډون پر اقتصاد او رسنیو پوره واکمن شي.

باید وویل شي چې د سعودي د پخواني پاچا ملک عبدالله بن عبدالعزیز زوی متعب بن عبدالله هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی، څوک چې د حرس امیري «شاهي ګارډ» مشر وو.

د امریکا په واشنګټن کې استوګن سعودي کاتب جمال خاشقجي پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي: سعودي دې ته اړتیا نه لري چې ټرمپ یې دفساد سره د مبارزې په جګړه کې هم مداخله وکړي، د نوموړي وروستۍ څرګندوني شک را پاروي، د فساد سره مبارزه د سعودي کورنۍ مسله ده، ولي ټرمپ خپل ځان په کي ځایوي؟

د یادونې وړ ده چې د فساد په تور د یادو خلکو د نیولو وروسته هم ټرمپ د سعودي پاچا سلمان ته تلیفون کړی وو او وروسته وویل شول چې امریکايي ولسمشر نوموړي ته د خپل ملاتړ پوره ډاډ ورکړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Mohammad Halim Sharif

سعودی عربستان په لوی لاس غواړی ځان کندی ته واچوی، کوم کارونه چی دسعودی واکمنی کورنی شروع کړی دی، دسعود عربستان نوم به په ټوله اسلامی نړی کی بد کړی.
پکار خو دا وه چی سعودی داسی کارونه شروع کړی وای چی له مخی یی ټولی اسلامی نړی د دوی ترشا ولاړه وای.
د دی وضعیت څخه معلومیږی چی اسلامی نړی به تر دی بد حالت سره مخ کیږی، ځکه هر هیواد کی چی داخلی اختلافات دیرشی نو هغه هیواد به له سترو خارجی او داخلی ننګونه سره مخ کیږی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x