افغانستان

نیویارک ټایمز: کابل کې بهرني مېلمستونونه او ريسټورانټونه تړل شوي

نن ټکی آسیا: مشهورې امریکایي ورځپاڼې له کابله په وروستي راپور کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو او ملي امنیت په کابل کې د را روانو ټاکنو په درشل کې، د بهرنیانو لپاره د جوړ شویو شخصي مېلمستونونو او ریسټورانټونو په تړلو لاس پورې کړی او تر اوسه پورې یې ګڼ شمېر تړلي هم دي.

په راپور کې راغلي،  چې پرون سه شنبه ، یو شمېر په رسمي یونیفارم کې پوښلیو پولیسو او په ساده جامو کې استخباراتي کسانو  د کابل ښار په مربوطاتو کې د بهرنیانو ۱۱ مېلمستونونو او ریسټورانټونو ته ورغلل او تر انتخاباتو پورې یې د تړلو امر ورته وکړ.
د Gandamack Lodge مېلمستون مشر نصرالله نظري سرچینې ته ویلي، چې امنیتي او استخباراتي کسانو ورته د مېلمستون د تړلو امر کړی او ورته ویلي یې دي، چې دوی ته ولسمشر حکم کړی چې د انتخاباتو تر ورځې، یانې شنبې پورې دې ټول مېلمستونونه او ریسټورانټونه تړلي وي.
نوموړی زیاتوي، چې د ده د هوټل په شاوخوا کې کابو یو درځن نورو هوټلونو او مېلمستونو ته هم ورته خبرداری ورکول شوی.
یوه تن چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ورځپاڼې ته وویل : «موږ فقط غواړو، چې نور یو بهرنی هم ونه وژل شي.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د هوټلونو د خاوندانو څرګندونې رد کړې او ویلي يې دي چې دوی په دې اړه هېڅ اطلاع نلري، چې هوټلونه دي بند شوي وي، بلکي یوازې د امنیت د ټېنګښت په غرض د بهرنیانو د مېشت ځایونو او هوټلونو لپاره  ځينې کوټلي ګامونه پورته شوي.
د روان میلادي کال له لومړۍ میاشتې راهیسې په کابل کې د بهرنیانو پر مېشت ځایونو، مېلمستونو او هوټلونو د طالبانو د بریدونو لومړۍ پېښه، پر لبناني هوټل برید و، چې د لوړو پوړو بهرنیو ديپلوماتانو په ګډون یووېشت تنه پکې ووژل شول.
همدارنګه په تېره اونۍ کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دفتر پر ودانۍ، یوه استرالیايي مېلمستون او کلیسا او یو شمېر نورو دولتي او خارجي تاسیساتو د طالبانو پرله پسې بریدونه د دې لامل شول، چې پر افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیانو کړی اعتماد زیانمن کړي او له افغانستانه یې د بېرته وتلو د لارو-چارو لټولو ته اړ باسي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو نن په یوه وروستۍ اخطاریه اعلامیه کې چې رسنیو ته یې استولې، کاندیدانو، کمپاینرانو او ټولو اړونده چارواکو او عامو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی، چې د ټاکنو په پروسه کې له ګډون څخه لاس واخلي او که داسې ونکړې، نو د هر ډول زیان او خطر مسؤلیت به یې پر خپله غاړه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x