آيا موږ يوه ورځ له ځانه دا سوال کړی دی، چي..

ژباړه: محمد نبي (الدين)

داسي يو پيغام، چي په ويلو يې له ځانه سره خېجله سوم!!!

✅ څه به سوي وای، که مو د قرآن کريم سره داسي چلند کړی وای، څنګه چي يې د ګرځنده ټلفون سره کوو؟؟

✅ څه به سوي وای، هر چيري چي تللای، که مو قرآن کريم له ځانه سره په خپل بکس يا جيب کي راسره وړلای؟؟

✅ څه به سوي وای، که مو په ورځ کي څو ځلي د قرآن کريم څو پاني اړولای او لوستلای؟؟

✅ څه به سوي وای، که يوه ورځ قرآن کريم چيري را څخه هېر سوی وای او د يادېدلو په صورت کي بيرته له لاري ور ګزځېدلي وای؟؟

✅ څه به سوي وای، که مو ژوند داسي عيار کړی وای، چي بې له قرآنه مو نه سوای تېرولای؟؟.

✅ څه به سوي وای، که مو خپلو ماشومانو ته د تحفې په ډول يو يو قرآن ورکولای؟؟.

✅ څه به سوي وای، که مو د سفر پر مهال ور څخه ګټه اخستلای؟؟.

✅ څه به سوي وای، که مو د ورځني کارونو په سر کي ځای ور کړی وای؟؟.

✅ دا بايد زموږ شعار وي:
❤❤قرآن زما دوست دی ❤❤

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د