ټولنیزه برخه

د هوسا ژوند کلیانې

لیکواله: انیسه«غزنوی»

د هوسا او ستړي خلکو په منځ کې بنیادي فرق دادی، چې هوسا او نیکمرغه خلک هغه کار کوي کوم چې ناکام او ستړي خلک نه کوي.

که غواړی چې خپل ژوندون د ستومانیو څخه و ژغوری او هوسا او کامیاب ژوند وکړی لا ندینې ټکو ته عملي بڼه ورکړئ.

!: هره ورځ له ۱۰ نه تر ۳۰ دقیقیو قدم ووهئ او ګرځئ او د قدم وهلو په بهیر کې پر شونډو مسکا خوره کړئ.

۲: لږ ترلږه هره ورځ ۱۰ دقیقی یوازی چُپ کښینئ، هیڅ مه کوئ.

۳: د شپی په وخت ویده کیږئ او د ویده کیدلو په وخت کې په مسایلو سوچ مه کوی،ځکه په دی سره خوب تښتي او سهار هم په وخت پاڅیږئ.

۴: نن ورځ چې کوم کار کولای شئ، هغه صبا ورځې ته مه پریږدئ.

۵: لږ لږ کار کوی، دلوی کار کولو لپاره مؤثره طریقه داده چې لږ لږ وکړل شي.

۶: سږ کال د پروسږکال څخه ډیره مطالعه، د باغونو سیر او چکر او د ملګرو سره ملاقات وکړئ.

۷: خپل بیکاره وخت ۷۰ کالو څخه پورته او تر ۶ کالو څخه ښکته د عمرونو خاوندانو سره په خبرو اترو کې تیر کړئ.

۸: د خوړلو لپاره سبزیجات ډیر استعمالوئ.

۹: هر وخت مثبت سوچ کوئ، له منفي سوچونو څخه ځان وژغورئی ځکه منفی، تخریبی سوچ او احساسات د ډیرو جسماني او نفسیاتي مرضونو سبب کیدلای شي.

۱۰: خپل ژوند د بل چا د ژوند سره مه پرتله کوی، ځکه تاسو د بل چا د هدف او ژوند څخه هیڅ علم نه لرئ.

۱۱: په کومه موضوع باندې روزانه یو څه لیکل وکړئی.

۱۲: له ډیر جدیت او غصې څخه ځان وژغورئ او هغه څه پریږدئ چې تاسو ته ګټه او خوشحالي نه درکوي.

۱۳: له داسې خلکو سره روابط جوړ کړی کوم چې تاسو ته ډیر خوښ وي.

۱۴: له شپږ شیانو سره ژوند وکړی: ۱. ایمان ۲. انرژي ۳. اشتیاق ۴. له نورو سره خواخوږي ۵. فامیل، کورنۍ ۶. ملګري.

۱۵: قرآن کریم، آحادیث نبوی صلی الله علیه وسلم، دسیرت کتابونه او همدا شان د لویو او غوره خلکو د ژوند د سوانحو کتابونو مطالعه ستاسو په ژوند کې ډیر مثبت بدلون راولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x