اصف مومند: لا مي دوسيه د اشرف غني پر مېز پرته ده

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶):د بلخ د ولايتي شورا غړی اصف مومند وايي: له مياشتي زياته موده وشوه چې اشرف غني مي دوسيه عدلي او قضايي ارګانونو ته نه ده استولې او دوسيه مې لا نوموړي ته پر خپل مېز پرته ده.

اصف مومند د زمري پر ۲۳ مه د بلخ په هوايي ډګر کې د عطامحمد نور د کسانو له لوري تر لږ نښتي وروسته لومړی ونيول شو او بیا شکنجه شو.

د شکنجې په مهال د عطا محمد نور زوی له اصف مومند نه غوږ په خوله غوڅ کړی وو او وروسته له ۳ ورځو بندي کېدو بیرته آزاد او کابل ته راستون شو.

اصف مومند د ګډ حکومت له مشرانو غوښتي چې د نوموړي دوسيه دي عدلي او قضايي ارګانونه ته وسپاري .

که څه هم لويي څارنوالۍ وړاندي يادونه کړې وه چې د اصف مومند او عطامحمد نور تر منځ د رامنځته شوي شخړي هر اړخيزه پلټنه به کوي خو اصف مومند وايي لا تر اوسه په عمل کې څه نه دي ثابت شوي.

اصف مومند په کابل کې د يوې خبري ناستي په مهال يادي څرګندوني کړي او د بلخ والي عطاء محمد نور يې په فساد کې ښکېل بللی.

اصف مومند ويلي چې په بلخ کې د عطاء نور له خوا خپل کسان په دندو ګمارل کيږي او هغوی له موقع نه په استفاده ستر فسادونه تر سره کوي.

نوموړي د نوموني په ډول ويلي چې د بلخ د والي پخوانی سکرتر چې د حيرتان بندر سرپرست و ، په ناقانونه ډول يې له ۲۰ ميليونه ډالرو زياتي پيسي د قراردادونو په نوم ایستلي او د والي کورنۍ ته يې ورکړي.

مومند وايي زه لوړ پوړو دولتي چارواکو ته د نور د فساد اړوند پوره شواهد وړاندي کولای شم.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د