خبرونه

اسمعیل خان: امریکا او حکومت د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): د اوبو، برېښنا او انرژۍ پخواني وزیر او جهادي قومندان اسمعیل خان په خپلو تازه څرګندو کې ویلي، چې امریکایانو د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې او د امریکا پاتې کېدل په افغانستان کې نور ګټور نه دي.

ده ویلي، امریکا، ناټو او افغان دولت د طالبانو مقابله ونه شوه کړای او ماتې یې وخوړه.

دده په خبره، طالبانو د امریکا پر وړاندې سخته جګړه وکړه او د امریکا نظامي حضور به د هېواد امنیتي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.

پخواني جهادي قومندان څرګنده کړې، که بهرنیان په افغانستان کې اوږمهاله پاتې کېدل غواړي هېڅکله به په کور دننه او په سیمه ییزه کچه امنیت را نه شي؛ ځکه د دې ملت بچیان د یرغلګرو حضور نه غواړي.

د ده په خبره، د سولې یوازېنۍ لاره د بهرنیانو وتل دي او تر هغه وخته چې بهرنیان نه وي وتلي، افغانان به دې یوې ښې ورځې څښتنان نه شي.

ده ګډ حکومت ته ګوتڅنډه کړې، چې نور ترې خلک ملاتړ نه کوي او خلک یو مشروع نظام غواړي.

پخواني جهادي قومندان ویلي، مخکې له دې چې اوسنی نظام سقوط وکړي، باید پرځای یې یو مشروع نظام راشي او دغه نظام باید د خلکو په خوښه وي، نه د بهرنیانو.

ده اوسنی نظام د امریکا په لاس رامنځته شوی بللی او بدیل یې لویه جرګه بللې ده.

د هرات پخواني والي ګډ حکومت په بې کفایتۍ تورن کړی او په خبره یې یوه ضعیفه اداره وتلې څېرې نه شي راخپلولی.

اسمعیل خان د اوسني ګډ حکومت پرضد دغه څرکندونې داسې مهال کړي، چې دوه اوونۍ وړاندې د بلخ والي عطاء محمد نور هم ورته خبرې کړې وې او ګواښ یې کړی و، که اوسنی نظام نه اصلاح کېږي باید ړنګ شي.

د اوبو، برېښنا او انرژۍ پخوانی وزیر د امریکا د پاتې کېدو سره داسې مهال مخالفت څرګندوي، چې څو کاله د هرات والي او اووه کاله د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزیر پاتې شوی او د امریکا له کلکو ملاتړو یادېده.

د اوسني ګډ حکومت په منځته راتګ ځینې پخواني جهادي قومندانان خوابدي شوي او د اوسني نظام سقوط غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Taliban are Afghan citizens and fought with other groups against Soviet Union and are politically opposing existing government.

سيد مصطفي

خوند اور خبره دادي چي كله شاغلي تورن صيب واك من و داسي نه وايل اوس چي كور كي د وزگاري شپي سبا كوي دغه خبري كوي كاش چي دوي د اول ورزي دخبري كولي نن مو داغسي حالت نه واي

الحاج استاذ بیانزی

مصطفی وروره ! اوس هم وختی دی وایی تر مرګ د مخه توبه قبلیږی او طالبان هم د بل هر وخت څخه د بریالیتوب په نهای درشلو کی قرار لری بله خبره دا ده چه اسمعیل خان د روسانو په ضد جهاد کی ښه جهاد کړی مګر د ربانی او مسعود د قوماندو لاندی یی د طالبانو ضد هم قوی مخالف او قوی جګړی به یی کولی چه له امله یی ونیول شو مګر د هماغه جهادو په برکت یی ونه واژه ، مګر هغه وخت اسمعیل خان د طالبانو سره د ربانی په قومانده تر اخری کچی دشمنی لرله… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x