نظــر

د ټاکنو د پایلو په اړه غلط تصور او ځینې حقایق!

یو ډېر غلط تصور چې د کاندیدانو او ددوی د پلویانو تر منځه دی هغه د ټاکنو په اړه ددوی له وخته مخکې قضاوت دی چې هر یو راروانې ټاکنې د خپلو غونډو او د کمپاینونو د بیروبار په هینداره کې ویني.داکتر عبدالله او د هغه نوماند معاون محمد محقق په تخار کې راټولو شویو خلکو ته وویل چې که چېرې د ټاکنو پایله ددوی په ګټه نه وي نو دا به د ټاکنو د پراخې درغلۍ په معنا وي.

د ټاکنو د مبهمو پایلو په اړه دداسې دريځ درلودل مخکې له مخکې دوه معناوې لري؛ اول دا چې دوی روحاً مات دي او غواړي چې لدې لارې خپل ځان تسکین کړي او د سبا ورځې لپاره یې د ځان او خپلو خلکو لپاره د خټو پوزه تیاره جوړه وي. دوهم دا چې د برترۍ احساس د انسانانو لپاره وژونکی تمامېدای شي او عاقبت یې د یو لوی بحران رامنځته کېدل او هغې ته د لارې هوارول دي، چې دا نه ددوی په ګټه دی او نه د ملت.
د غونډو او د خلکو د تراکم پر بنیاد د ټاکنو د پایلو اعلانول له منطق څخه لرې خبره ده. کېدای شي هغه خلک چې د داکتر اشرف غني غونډې ته حاضر شوي ول، نن د داکتر عبدالله غونډې ته هم ورغلي وي. فقیر او بېوزله اولس د مادي تمې په خاطر په یو وخت کې څو کاندیدانو ته ورتللی شي. د ټاکنو د نامعلومه نتیجې په اړه داسې موضع نیول ښایي خطرناکې پایلې ولري او همدارنګه ملت ته د ډېرو مشکلاتو د پید اکېدو سبب ګرځي.
ټاکلې ده چې را روانه د شنبې ورځ به په ټول افغانستان کې ټولټاکنې ترسره کېږي چې د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل په دیموکراتیک شکل سره د قدرت انتقال له یوه هېواد مشر څخه بل ته صورت نیسي. حامد کرزی چې تېر ۱۲ کالونه یې د افغانستان د اولسمشر په توګه دنده ترسره کړه، د اساسي قانون مطابق باید نور له دندې ګوښه شي او خپل ځای نوي اولسمشر ته پرېږدي.
د اتو کاندیدانو له ډلې درې مخکښ کاندیدان دي چې دوه ؤ یې (عبدالله عبدالله او زلمي رسول) د خارجې وزارت په پوست باندې مخکې کار کړی دی او اشرف غني احمدزی د مالیې وزارت د وزیر په توګه پاتې شوی دی. د ټاکنو د ګټلو په خاطر یو نوماند باید له ټولو رایو 50٪ سلنه رایې ترلاسه کړي، او د کمو رایو د ګټلو په صورت کې به دوه مخکښ نوماندان بل پړاو ته داخلېږي.
ددغې ټولې پروسې د تکمیل په خاطر ښایي کابو څو میاشتې وخت ونیسي  ځکه د افغانستان جغرافیوي موقعیت ددې ښکارندویي کوي. صعب العبور او غرنیو سیمو ته 3000 درې زره خره په کار دي څو د رایو صندوقونه ولېږدوي. همدارنګه ددې پروسې د اوږدوالي بل دلیل د نوماندانو له لوري په ټاکنو کې د جعل او تقلب تومتونه دي چې کېدای شي د نهایي پایلو اعلان له ځند او خنډ سره مخ کړي.
د لومړي پړاو نهایي پایلې ښایي د مې میاشتې تر نیمایي پورې اعلان نشي او که چیرې دوهم پړاو ته داخلې شي نو ښایي د مې میاشتې تر آخره پورې هغه هم ترسره شي. د نوي اولسمشر نوم ښایي تر ډېره وخته پورې اعلان نشي او ځینې دیپلوماتیکې سرچینې وایي چې ښایي د اکتوبر تر میاشتې پورې هم تصدیق نشي.
ضیاءالحق امرخېل وایي: په ټول هېواد کې د ټاکنو 28500 لوی او واړه د رایې ورکولو مرکزونه موجود دي او له دغو ټولو، یوازې ۱۰ ٪ سلنه به یې د امنیتي ګواښونو له وجې تړلي وي.
د رایې ورکولو مرکزونه به د سهار له 7:00 بجو څخه د ماښام تر 4:00 پورې خلاص وي او په ځینو ځایونو کې د رایې ورکوونکو د ډېروالي له امله به ۲ ساعته نور هم خلاص وي.
د ټاکنو د څارنې په موخه به 200,000 دوه سوه زره څارونکي دا پروسه څاري چې تقریبا په هر مرکز باندې ۱۰ کسه ګمارل کېږي. خو دا هم مشکله ده چې دا څارونکي ټولو مراکزو ته د امنیتي تهدیداتو له وجې تیت شي.
د دریو نړیوالو څارونکو له ډلې دوه تنه یې په سیرینا هوټل باندې د طالبانو د حملې له امله له هېواده ووتل.
د افغانستان له دیرش میلیونه نفوس څخه یوازې دولس میلیونه یې د رایې ورکولو شرایط پوره کړي خو 18 میلیونه د رایې ورکولو ورکولو کارتونه په جریان کې دي.
د 2009 کال په تېرو ټاکنو کې د ټولو ګډون کوونکو تعداد 4.6 میلیونه وه چې کم ښودل شوی وه چې د هغو له جملې 1.2 میلیونه رایې باطلې او تقلبي اعلان شوې. او دا ځل د رایې ورکولو 15 ملیونه ورقې چاپ شوي دي خو امنیتي ګواښونه ښایي بیا د ګډون کوونکو شمېره راکمه کړي.
طالبانو تهدید کړی دی چې د ټاکنو بهیر به له خنډ سره مخ کوي او وایي چې دا ټاکنې د امریکا له لوري حمایه کېږي او هسې یوه جعلي پروسه ده. طالبانو تراوسه په کابل کې ورته حملې کړي دي څود ټاکنو پروسه ټکنۍ کړي.
د افغانستان امنیتي ادارې وایي چې دوی به د ټاکنو د امنیت د خوندي کولو په موخه 352,000 عسکر وګماري.
که چیرې کوم نوماند د نهایي پایلو له اعلانېدو ترمخه ومړ، نوې ټاکنې به د 30 ورځو په لړ کې ترسره شي.
د ټاکنو د بهیر مهالوېش
أ‌.    رای شمېرنه: د اپرېل له ۶ مې تر ۲۰ مې
ب‌.    لومړنۍ پایلې: د اپریل ۲۴ مه
ت‌.    د اولسمشریزو ټاکنو په اړه د شکایتونو موده: د اپرېل له ۷ مې تر ۲۷ مې
ث‌.    د نهایي پایلو د اعلانېدو نېټه: د مې میاشتې ۱۴ مه
ج‌.    دوهم پړاو ته د داخلېدو نېټه؛ که چیرې دوهم پړاو ته داخلې شي نو د مې میاشتې په ۲۸ مه به ترسره کېږي.

نن ټکی آسیا- امت- د عبدالبصیر عتیقزي کالم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x