خبرونه

د خصوصي رغتونونو ټولنه: که حکومت مالیې ټیټې نه کړي ټول روغتونونه به وتړي

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): وروسته له هغه چې ګډ حکومت پر خصوصي روغتونونو مالیې لوړې کړې د خصوصي روغتونونو ټولنې په ټول هېواد کې د کاري اعتصاب ګواښ کړی.

په کابل کې د خصوصي روغتونونو ټولنه وايي، په سختو شرایطو کې خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي؛ خو حکومت د دې پرځای چې اسانتیاوې ورته برابرې کړي، مالیې پرې لوړوي.

د خصوصي روغتونو د ټولنې مشر فیاض ساپی وايي، په ټول هېواد کې په سلو کې ۷۰ سلنه روغتايي خدمتونه خصوصي روغتونو ترسره کوي او پر حکومت یې بار کم کړی؛ خو د مالیې وزارت پرې مالیه نوره هم لوړه کړې ده.

د ساپي خبره، حکومت ته مالیه ورکوو؛ خو باج نه.

ساپي اوسنی ګډ حکومت د ځینو خصوصي روغتونونو سره د مور مېرې په چلند هم تورن کړ؛ ځکه ځینې خصوصي روغتونونه یې د مالیې له ورکړې معاف کړي؛ خو پر ځینو یې مالیه لوړه کړې ده.

د تېرې یکشنبې په ورځ د خصوصي روغتونونو ټولنې په پلازمېنه کابل کې د مالیې د لوړ پر ضد لاریون هم کړی و؛ خو تراوسه د مالیې وزارت د خصوصي روغتونونو غږ نه دی اورېدلی.

د عامې روغتیا وزارت وايي، افغانان هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې په روغتیا لګوي او د پلازمېنې کابل په ګډون دوی په ټول هېواد معیاري روغتون نه لري، چې د ځینو ناروغیو درمنله د هېواد دننه وکړي.

تېره اوونۍ په کندوز کې هم د یوه خصوصي روغتون ډاکټرانو کاري اعتصاب کړی و او له امنیتي ځواکونو یې غوښتي وو، چې د غلو، تښتوونکو او داړه مارانو یې بچیان او دوی خوندي وساتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x