افغانستان

ناټو: د کندوز په بمبار کې هيڅ ولسي وګړی نه دی وژل شوی

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶):په افغانستان کې مېشت امريکايي سرتيري وايي : دوی په کندوز کې د بمبار له امله د وژل شويو ملکيانو په اړه هيڅ شواهد نه دي موندلي.

څلور ورځي وړاندي د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې امريکايانو پر دريو کليو (وردګ ، قتل عام او عیسی خیلو) بمبار وکړ چې له امله يې ۱۴ تنه ملکي کسان مړه او ۱۳ نور ژوبل شول.

په وژل شويو او ژوبل کسانو کې ډېری يې ښځي او ماشومان ياد شوي.

له بمبار دوې ورځي وروسته امريکايانو وويل چې موږ به د چهار درې پر ملکي کسانو د شوي بمبار په اړه پلټني او تحقیقات وکړو.

نن (سه شنبه ) د کندوز والي ، د دفاع وزارت وياند دولت وزيري او همداراز ناټو په ګډه ويلي چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د بمبار له امله وژل شوي ټول طالبان دي.

دوی وايي : موږ په کندوز کې هيڅ داسي شواهد تر لاسه نکړل چې پر بناء يې دا ومنو چې د بمبار له امله دي ملکي کسانو ته زيان اوښتی وي.

ناټو وايي : زموږ د آزادانه پلټنو په پايله کې ثابته شول چې روغتونونو ته هيڅ ملکي کس مړ يا ټپي نه دی راوړل شوی.

د کندوز د حوزوي روغتون امر ډاکتر فهيم منګل پژواک خبري اژانس ته هغه مهال منلې وه چې دوى ته د بمبار له سيمې يو جسد او شپږ ټپيان ور وړل شوي چې ملکي وګړي دي.

د کندوز د ولايتي شورا وکيل خوش محمد نصرتيار هم پر (قتل عام ) کلي د بهرنيو ځواکونو د بمبار پخلی کړی وو او نوموړي دا منلې وه چې هلته عام ولس په نښه شوی.

همدا راز نن ټکي اسيا ته له سيمي نه جان محمد کندوزي پر ملکي وګړو د امريکايي بمبار پخلی کاوه او د صحنې شاهد وو خو له پورته حقايقو سره سره ناټو / امريکايي عسکرو په ياد بمبار کې د ملکيانو له مرګ ژوبلي چورلټ انکار وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالکریم

درواغ درواغ درواغ درواغ ## وا یئ وزیری مرتد اوگنجی عسایی غبرگ عبداللہ اوکہ دا ٹولہ کابنہ درواغ درواغ درواغ درواغ وایی لمر پہ ۲ دوی گوتو نپٹیژی کافران خنزران بہ خامخایہ بہ درواغ وایی ولی دہ ھغوکار درواغ دہ ولی ھغہ الله ج ج ھم وای سی کفار ٹول دروغجن دہ پہ ایاتو او حدیثو سرہ ثابت دہ

الحاج استاذ بیانزی

وایی نه هغه شته چه شرمیږی او نه هغه شته چه ډاریږی یا ویریږی دروغ ویل خو د دموکراتیکو نظامو فن او هنر دی څومره چه څوک ښکرور دروغ ویلی شی هغه لوی ریس یا وزیر دی . هغه میرمنی او ماشومان که ورته مخی ته راوړی چه دوی طالبان دی وایی دوی جامی او ویښته بدل کړی ، د دوی څیړونکی چه څه وایی هغه د منلو وړ دی. راځی چه اول اشغال ته ولاړ شو او له دوی پوښتنه وکړو چه دا هیواد مو ولی اشغال کړو دوی به وایی ځکه چه اسامه له دی خاوری زمونږ په… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x