افغانستان

کابل: د ټاکنو په رانږدې کېدو په ښارکې ګڼه ګوڼه کمه شوې ده

په داسې حال کې چې راتلونکو ټاکنو ته یواځې دوه ورځې پاتې دي، په کابل ښارکې له پرونه راهیسې دپام وړ ګڼه ګوڼه کمه شوې ده. د طالبانو د خبرداري او وروستیو بریدونو له ويرې خلک غواړي د ټاکنو په ورځو کې له ښاره لرې یا هم پکې کم وګرځي.
دکابل ښار له پامیر سینما سره یوتن دوکاندار لعل محمد د ګڼې ګوڼې د نه شتون په اړه وايي چې په ښار کې پولیس خلک تنګوي ځکه خو نو د ټاکنو په وخت کې خلک هم هڅه کوي چې له ګڼې ګوڼې لرې واوسي.

د خلکو کمښت دوکانداران او موټرچلوونکي په اندېښنه کې کړي دي،د کوټه سنګي په څلورلارې کې یوتن دوکاندار دل اغا وايي چې د اکمښت به د ټاکنو تر پایلو احساسېږي، خو کاش چې د دوکانو د کرايو هم کمښت وای. محمد یوسف د کاتب خصوصي پوهنتو محصل بیا وايی: د ټاکنو په رانږدې کېدو دطالبانو ټول مخ د کابل په لوري دی، ځکه خو خلک له ویرې نه راوځي.
طالبانو له خلکو غوښتي چې په ټاکنو کې باید ګډون ونه کړي او د ټاکنو په ورځ دې له ټاکنیزو مرکزونو لرې واوسي.
دولتي امنیتي مسوولین تل د پوره امنیت او ډاډ وعده ورکوي، خو د خلکو د ګڼې ګوڼې دې کمښت ته شنونکي په دې نظر ګوري چې د طالبانو بریدونو او خبرداري پوره اغېزه کړې ده.
ټاکنې به دراتلونکې شنبې په ورځ ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x