افغانستان

پر شمشاد تلویزون برید شوی، طالبان وايي په دوی پوري اړه نه لري

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): نن د سې شنبې په ورځ په کابل کې د شمشاد تلویزون پر ودانۍ وسلوال برید شوی چې له امله یې ددغه تلویزون خپرونې ځنډېدلي او د کارکوونکو د مرګ ژوبلې په اړه یې تر اوسه کره معلومات نشته.

تر اوسه معلومه نه ده چې په برید کې څوک لاس لري، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په لیږل شوي چټک غبرګون کې ویلي چې دغه برید په دوی پوري اړه نه لري.

د تلویزون یوه کارکوونکي حشمت ستانکزي «یوه تلویزون» ته ویلي چې خپل ځيني ملګري يې مړي او ټپیان ولیدل.

یوې امنیتې سرچینې ویلي چې لومړی چاودنه وشوه او بیا دوه بریدګر ودانۍ ته ور ننوتل.

خو د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند وويل چاودنه نه ده شوې.

د شمشاد تلویزون کارمند رسول تسل وایي: د تلویزون ځیني کارمندان لا هم په لومړي پوړ کې کلابند دي او ما د برید له پیل سره سم ځان د ودانۍ له دوهم پوړ نه را وغورځاوه.

د شمشاد تلویزون فعال کارمند میرویس ستانګزی وایي کله چې برید پیل شو،  یو شمېر کارمندان له خوندي لاري له ودانۍ ووتل.

ستانګزی وایي د تلویزون د ودانۍ ساتونکي له بریدګرو سره  په جګړه اخته دي او نښته دوام لري.

د عامې روغتیا وزارت ویاند محمد اسمعیل کاووسي ویلي، تراوسه د نښتې له ځایه دوه ټپیان وروړل شوي؛ خو د مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره په لاس کې نه لري.

پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي..

د پيښې په اړه به نور معلومات وروسته وشي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x