اسرائیل د خپلو سفیرانو څخه د سعودي ملاتړ غوښتی

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): اسرائیل په ټوله نړۍ کې خپلو سفیرانو ته ویلي چې په یمن او لبنان کې د سعودي د موقف څخه ملاتړ وکړي او د کوربه هیوادونو د چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د الجزیره تلویزون د راپور سره سم د اسرائیل د لسم نمبر تلویزون لاسته یو سند ورغلی، په کوم کې چې د یهودي رژیم د بهرنیو چارو وزارت د خپلو سفیرانو څخه غوښتي تر څو د یمن جګړې په اړه د سعودي موقف څخه دفاع وکړي او په سیمه کې د شیعه ګانو د نفوذ پر ضد نړیوال کمپاین پيل کړي.

لبنان د فلسطین ګاونډی هیواد دی چیري چې یهود/ اسرائیل واکمن دي.

د لبنان لومړي وزیر سعد الحریري هغه مهال له خپلې دندې استعفا اعلان کړه کله چې سعودي ته په یوه سفر تللی وو.

نوموړي پر ایران تور پوري کړ چې د شیعه ډلې حزب الله په واسطه په لبنان کې مداخلت کوي او ویره یې څرګنده کړه چې کیدای شي دی هم د خپل پلار په څېر په لبنان کې ووژل شي.

د اسرائیل د بهرنیو چارو وزارت څخه په تر لاسه شوي سند کې ویل شوي چې نړیوالو ته باید قناعت ورکړل شي تر څو د لبنان په راتلونکي حکومت کې د حزب الله ډلې مخه ونیسي.

په سند کې راغلي، د سعد الحریري استعفا پر دې دلالت کوي چې ایران او حزب الله په سیمه کې څومره تخریبي فعالیت لري چې له امله یې کیدای شي لبنان او سیمه د سخت خطر سره مخ شي.

باید وویل شي چې د حزب الله شیعه ډله د ایران له لوري حمایه کیږي خو په مقابل کې يې سعودي د سني «سیکولر» ګوند ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې ګمان کیږي چې سعودي او اسرائیل تر بل هر وخت یو بل ته ډیر نیژدې شوي، په ځانګړي ډول څو ورځې وړاندي د اسرائیل لومړي وزیر نتنیاهو په یوه غونډه کې په خوښي سره وویل چې د سني هیوادونو سره یې اړیکې د پرمختګ په حال کې دي. نوموړي د سعودي نوم وا نه خیست ځکه چې په وینا یې که د سني هیوادونو نوم واخلي، کیدای شي هغوی ته داخلي ستونزې جوړي شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عمیر
میلمه
عمیر

ایران+ اسرايیل+ امریکا دری هغه ملګری دی چی د اسلامی نظام برداشت او تحمل نلری او همدوی تل تخریب کوی