افغانستان

پر شمشاد برید: دوه تنه وژل شوي او شل ټپیان شوي دي

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶):نن له غرمې مخکې د شمشاد راډیو ټلویزون پر ودانۍ دوو بریدګرو برید وکړ، چې له څو ساعته نښتې وروسته دواړه بریدګر ووژل شول.

د شمشاد مسوول عابد احساس وايي، په پېښه کې د ټلویزون یو ساتونکی او یوه مېرمن وژل شوي او شل کارکوونکي ټپیان شوي دي.

د احساس په خبره، کارکوونکي یې عادي ټپیان دي او په کابل کې د امېد په نامه یوه خصوصي روغتون کې یې درملنه روانه ده.

د شمشاد راډیو ټلویزون خپرونې د څو ساعتونو لپاره بندې شوې وي؛ خو د نښتې د پای ته رسېدو وروسته یې بېرته خپرونې پیل کړي دي.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد ویلي، چې بریدګرو لومړی د دروازې پر ساتونکو ډزې کړي او وروسته یې لاسي بمونه کارولي او ودانۍ ته ننوتي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هماغه شېبه پر شمشاد ټلویزون برید کې لاس لرل ردکړي وو.

داعش ته منسوبې وېبپاڼې«اعماق» د ننني برید پړه منلې ده.

پر شمشاد راډیو ټلویزون برید په کابل کې د برتانیې سفارت، د ملي امنیت شورا سلاکار حنیف اتمر او ځینو ټولنو غندلی دی.

شمشاد له تېرې یوې لسیزې راهیسې فعالیت کوي، چې زیاتې خپرونې یې په پښتو ژبه دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x