افغانستان

د هرات د ولايتي شورا غړی ووژل شو

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): نن ماسپښين د هرات د ولايتي شورا غړی محمد فاضل عفیف جمشيدي د هرات په ښار کې له خپل يوه ساتونکي سره ووژل شو او موټر چلوونکی يې ټپي دی.

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد رسنيو ته ويلي، چې دا پېښه نن له ماسپښين وروسته د هرات ښار پر څورالسم سړک په امام فخر الدين راضي سيمې کې شوې ده.

د فرهاد په وينا بريدګر په کرولا ډولي موټر کې سپاره وو، چې د پېښې له ځايه په تېښته بريالي شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسووليت نه دی منلی، خو د هرات والي اصف رحيمي ويلي، چې ممکن د بريد تر شا د مخالفينو لاس وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x