نړۍ

ناټو په افغانستان کې د عسکرو شمېر ۱۶ زرو ته پورته کوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): د ناټو سازمان سرمنشي سټولټنبرګ په یوه خبرې کانفرانس کې وویل چې ناټو به خپل د عسکرو شمېر له ۱۳ زرو څخه ۱۶ زرو ته پورته کړي.

نوموړي د ناټو غړیو هیوادونو د دفاع وزیرانو د غونډې تر مخه دغه خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې د اضافي ځواکونو نیمی شمېر به امریکا او پاته نیمی به د ناټو ټول غړي هیوادونه پوره کوي.

سرمنشي وویل چې مونږ به په دغه ځواکونو د جګړې ډګر ته نه ور ګرځو، خو د روزنې، همکارۍ او مشورې ورکولو عملیات به نور هم پراخوو تر څو د افغان ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې د اوسني بندوبست حالت په ماتولو کې مرسته وکړو.

نوموړي وویل چې مونږ غواړو طالبانو ته یو واضح پيغام ورکړو چې دوی د جګړې په ډګر کې نشي بریالي کیدای، که دوی غواړي یو څه تر لاسه کړي، نو هغه به یوازي د سولې خبرو اترو او مذاکراتو له لاري وي.

سټولټنبرګ وویل چې دوی به په ځانګړي ډول له دې وروسته د ځانګړو ځواکونو پر روزنې ترکیز وکړي، ځکه چې په وینا یې ځانګړو ځواکونو د طالبانو سره په جګړه کې لاسته راوړنې لرلي دي.

د ناټو سرمنشي همداراز وویل چې د افغانستان سره به د هوايي ځواک په جوړولو کې بشپړه همکاري وکړي.

نوموړي همداراز ټینګار وکړ چې هیڅ یوه هیواد ته به اجازه ورنه کړي چې طالبانو ته پناه ځایونه ورکړي ځکه چې له دغې وجې جکړه نوره هم اوږدیږي.

د ناټو سرمنشي وویل چې د ناټو غړي هیوادونه له امریکا پرته هر کال افغانستان ته یو ملیارد ډالر ورکولو ته تیار دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x