نړۍ

”د اردوغان بریالیتوب لویه غمیزه ده، او قطر باید په اماراتو کې مدغم شي”

 

د دبۍ د پولیسو پخواني مشر، په ترکیه کې د وروستیو انتخاباتو په پایلو سخته انديښنه ښوولې.

د ضاحي خلفان په وینا د ترکیې په بلدیاتي انتخاباتو کې د اردوغان بریالیتوب لویه فاجعه ده.

نوموړي د ټولنیزو اړیکو په ویب پاڼه (ټویټر) کې لیکلي:

“په ترکیه کې به د اردوغان بریالیتوب لکه په مصر کې د مرسي د بریالیتوب په څیر وي”.

ضاحي خلفان له اسلامپالو او یا دده په وینا د سیاسي اسلام له سرسختو مخالفینو څخه ګڼل کیږي.

نوموړي دغه راز غوښتنه کړې چې باید قطر په ابوظبي کې مدغم شي، ځکه چې په وینا ئې قطر پخوا د ابوظبي د شیخانو تر ولکې لاندې وه.

بايد وویل شي چې قطر په فلسطین، مصر، سوریه او لیبا کې له اسلامپالو ګوندونو او په تیره بیا له اخوان المسلمین سره د مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ کوونکي په توګه پیژندل کیږي.

سعودي عربستان او متحده عرب امارات چې په سیمه کې د اسلامي ګوندونو له نفوذ څخه په ویره کې دي، د قطر د سیاستونو له کبله ئې له دغه هیواد سره اړیکي خړپړ دي.

ضاحي خلفان د خپل ټویټر پر پاڼه لیکلي:

“مونږ د قطر تاریخ راوسپړلو، ومو لیدل چې د قطر پخوانی واکمن د ابوظبي شیخ دی، نو زمونږ قطریانو وروڼو! خدای مو وبخښه مونږ ته خپله دوحه بیرته راوسپارئ”.

باید وویل شي چې قطر په سیمه کې یوازینی هیواد دی چې له فلسطیني ولس څخه ملاتړ کوي او علنا له فلسطین څخه د اسرائیلي اشغال خاتمه غواړي، او دا هغه څه دي چې نه یوازې د سیمې هیوادونه، بلکې لویدیځوال ئې هم اندیښمن کړي دي.

څه موده وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې هیلري کلنټن مشاور (جیرمي شاپیرو) د قطر فعالیتونه د امریکايي منافعو پرضد بللي و، او له خپل حکومت څخه ئې غوښتي وو چې د قطر د اجنډاوو د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي.

د یادونې وړ ده چې د قطر امیر (شیخ تمیم بن حمد آل ثاني) د واک د ترلاسه کولو په لومړۍ ورځ په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د خپلو اسلافو په نقش قدم به روان وي، نوموړي وویل چې د قطر شعار د مظلومو ولسونو ملاتړ دی، او دا هیواد به تل د مظلومو ولسونو تر څنګ ولاړ وي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x