افغانستان

بهرامچه: د طالبانو قومندان یو ملکي کس په وهلو وژلی

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالي کې د طالبانو یوه نظامي قومندان یو ملکي کس په وهلو وژلی دی.

د محمد شریف ولد حاجي غفار په نامه دغه کس په اصل کې د مرجې ولسوالۍ اوسیدونکی وو، د تیرې یکشنبې په شپه طالبانو نیولی وو او په همدې شپه یې تر وهلو لاندي وژلی دی.

نن ټکي اسیا ته یې یوې سرچینې وویل چې د بهرامچې لپاره د طالبانو له لوري نومول شوي ولسوال کسانو نوموړی پورته کړی او وژلی دی.

یادې سرچینې زیاته کړه چې نوموړی کس د مرجې ولسوالۍ څخه بهرامچې ته راغلی وو، تر څو خپله لور بوځي، خو د طالبانو د قومندان کسانو ونیوی او په همدې شپه ځیني ووژل شو. د نوموړي کسانو د سیمې قومي مشرانو ته ویلي چې وژل شوی کس د امریکایانو قراردادي وو خو د کورنۍ په وینا یې هغوی په دې اړه هیڅ ثبوت نه لري او نه هم وژل شوي کس اقرار کړی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی دغه موضوع په جدي توګه تر تعقیب لاندي نیولې او تحقیقات روان دي.

نوموړي ویلي چې ابتدائي معلومات ښيي چې نوموړي د طالبانو پر ولسوال د چاقو په واسطه برید کړی و او هغه یې سخت ټپی کړی چې له امله یې د قومندان کسانو نوموړی ونیوی.

یوې بلې سرچینې هم نن ټکی اسیا ته تایید وکړ چې وژل شوي کس د طالبانو پر ولسوال او د هغه پر یوه بل ملګري د چړې په واسطه برید وکړ چې له امله یې دواړه ټپي شوي دي. تر اوسه معلومه نه ده چې هغه ولي پر طالبانو د چاقو په واسطه برید کړی وو.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو مشر شیخ هبة الله اخوندزاده د خپلو اختریزو او نورو پيغامونو له لارې تل پر طالبانو غږ کړی چې د ملکي تلفاتو مخنیوی وکړي او ملت زورونې څخه ډډه وکړي خو ورته پيښې د افغانستان په مختلفو برخو کې کله نا کله را منځته کیږي. چې په اړه یې طالبان وايي دوی یې په اړه تحقیقات کوي او بیا خپل جنګیالي او قومندانان خالي سلاح او سزا ورکوي.

طالبان د ملکي تلفاتو لپاره ځانګړي کمیسون هم لري چې د نظامي کمیسون تر چتر لاندي یو ځواکمن کمیسون بلل کیږي او په طالبانو کې د هغو کسانو په اړه تحقیقات کوي چې د ولسي خلکو د زورونې سبب ګرځي. دغه کمیسون ادعا کوي چې حتی د قرباني شویو ملکيانو کورنیو ته فدیه هم ورکوي. او د مجرم پيژندنې په صورت کې خپلو جنګیالیو ته سزا هم ورکوي.

ددغه کمیسون د یوه مسؤول څخه نن ټکی اسیا پوښتنه وکړه چې دوی په دې اړه څه کړي؟ نوموړي وویل چې دوی پيښه تاییدوي او په اړه یې یو هیئت ټاکلی دی او د ښکېلو اړخونو سره یې تحقیقات پیل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x