دیني، سیرت او تاریخ

د رسول اللهﷺ په قومنده کې د حنين غزا

ليکوال: قطب الدين مشال

د مکې له فتحې وروسته، د مکې او طائف په منځنۍ سيمه “حنين” کې ميشتو قبلو (هوازن او ثقيقف) داسي فکر وکړ چې د اسلام لښکر به پر دوى بريد وکړي، له همدې کبله يې د ديرش کلن ځوان مالک بن عوف په مشري کې يو لوى لښکر چې شمېر يې د رواياتو په اختلاف ديرش زره (30000) ښودل شوى، په مکه کې موجود اسلامي لښکر باندي د بريد کولو لپاره تيار کړ.

رسول الله مبارک د حقيقت مالومولو لپاره عبدالله بني ابي حدرد هلته ولېږداوه.

عبدالله بن ابي حدرد مالومه کړه چې هوازن او ثقيف د نصر، جسم او سعد بن بکر قبېلو په ګډون د مالک بن عوف په قيادت کې پر مسلمانانو د بريد لپاره يو لوى لښکر تيار کړى، همداراز خپل مالونه، اولادونه، ښځې او حيوانات هم ورسره دي ترڅو جنګيالي يې په جنګ کې د تېښتې خيال له دماغه وباسي.

له دقيقو او کره مالوماتو وروسته رسول الله مبارک د جنګ د تياري لپاره د صفوان بن اميه (چې مسلمان نه و) څخه سل دانې زغرې په اجاره واخېستې.

د هجرت په اتم کال د شوال په مياشت چې له 630 عيسوي سنې سره سمون خوري، رسول الله له دولس زره (12000) کسيزه لښکر چې لس زره (10000) يې د مکې فتح کوونکي مجاهدين او دوه زره (2000) يې له مکې سره تړاو درلودونکي نوي ايمان راوړونکي مسلمانان وو چې لا يې ښه او بشپړه روزنه نه وه شوې، سره د کفارو د شوم پلان شنډولو لپاره مقابلې ته ووت.

اسلامي لښکر له مکې څخه د خوځښت په وخت پر ځان دومره باوري و چې د لښکر د ډيروالي لامله د ځينو اصحاب کرامو له خولې څخه بې اختياره ووتل: نن مونږ ډير يو، څوک به پر مونږ غالبه نشي، برى به زمونږ وي.

الله تعالى ته د دغو اصحاب کرامو د خپل فوځ په ډيرښت ناز او غرور خوښ نه شو.

کله چې د رسول الله لښکر د حنين وادي ته ورسېد، د وادي د دواړو غاړو په مورچو کې ناستو کفارو پر مسلمانانو سخت غشي واورول، د مکې سره تړاو درلودونکي نوي مسلمانان وتيښتېدل او د دوى د تېښتې له اثره نور مسلمانان هم تيت پرک شول خو رسول الله او څو نور سرتېري مجاهدين د مظبوط غره په څېر کلک ولاړ وو، ښه په مېړانه يې مقابله کوله.

پخپله رسول الله توره په لاس کې داسي ويلې:

(انا النبي لا کذب، انا ابن عبدالمطلب))
بېشکه چې زه نبي يم، زه د عبدالمطلب زوى يم.

د رسول الله په امر حضرت عباس رضي الله عنه په اصحاب کرامو په لوړ آواز غږ وکړ؛ د حضرت عباس رضي الله تعالى عنه په غږ سره اصحاب کرام يو ځلې بيا په جوش راغبرګ شول او دومره په غيرت وجنګېدل چې د جنګ حال يې بدل کړ.

کفارو د مقابلې توان له لاسه ورکړ، ځينې وتيښتېدل او ځينې ووژل شول.

په تيښتېدلو کفارو پسي مجاهدين وراغلل او همهلته يې شرموونکې ماته ورکړه.

په دې بريالۍ غزا کې په زرګونو کفار ژوندي ونيول شول، يو شمېر يې ووژل شول او په زياته کچه غنيمتونه هم د مجاهدينو لاس ته ولوېدل.

د تېښتې او بريا لاملونه؛ د مسلمانانو لپاره پندونه:

1) په دې غزا کې د لومړۍ تېښتې/ناکامۍ يو لامل دا ښودل شوى چې ځينو اصحاب کرامو د لښکر په ډيرښت ناز و غرور وکړ او دخپلې بريا راز يې د مجاهدينو د شمېر په ډيرښت کې ګاڼه، حال دا چې د بريا راز د الله نصرت ده، چې ښې بېلګې يې د بدر او خندق غزاګانې دي.

لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِى مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ ۙ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ ۙ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنكُمْ شَيْـًٔا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُم مُّدْبِرِينَ

الله له دې څخه مخکي په ډېرو ځايونو کښي ستاسي مرسته کړېده. او اوس د حُنين د غزا په ورځ (به تاسي د هغه ملاتړ ليدلى وي) په دې ورځ تاسي د خپل شمېر په زياتوالي غره وئ، خو هغه ستاسي هیڅ په كار رانغى او ځمکه له خپل پراخوالي سره ـ سره پر تاسي تنګه شوه او تاسي شا واړوله، وتښتېدئ.

2) په دې غزا کې د لومړۍ تېښتې/ناکامۍ يو بل لامل د نوو مسلمانانو شتون ښودل شوى ده، چې ښه او کامله روزنه يې لا نه وه شوې او تقريباً يوه مياشت مخکې د اسلام سخت دښمنان وو.

تاريخ تکراريږي ځکه خو بايد د مجاهد په ښه او بشپړه توګه روزنه وشي، د جهاد له صحيح مفهومه، فضيلت او برکت څخه خبر کړل شي.

3) په دې غزا کې د مسلمانانو د بيرته بريالي کېدو يو لامل په جګړه کې د رسول الله ثبات، قوت، جرأت او په الله کلک باور ښودل شوى، چې په خپله زړورتيا او ثبات يې وکولاى شو چې د مجاهدينو زړونه د ډار پر ځاى له قهرمانۍ او اتلولۍ ډک کړي، همغه و چې جګړه له ماتې وروسته يو ځل بيا په شانداره فتح او کاميابۍ بدله شوه، له همدې کبله په کار ده چې د مسلمانانو مشر خپله عقيده، شجاعت او ثبات له مخکې و ارزوي، ځکه د مشر ثبات او زړورتيا د ټول لښکر د اتلولۍ سبب کېداى شي خو دا د دې مانا نه ده چې مجاهدين به د دښمنانو په لاسو نه شهيدانيږي، هيڅه زيان او ماتې به نه ويني بلکې مرګ حق ده، ژوندي سري به ټول مري خو په دې لاره کې مرګ عزت دى، کرامت دى، شهادت دى؛ هر کړاو شرف دى او هره آزموينه وياړ دى.

4) له مشر سره په سختو حالاتو کې د فداکارو، مخلصو او غيرتمنو ملګرو شتون ماتې په بري بدلولى شي او پاتي نور مجاهدين زړور کولى شي؛ ځکه خو مجاهدينو ته په کار ده چې همېشه د اخلاص په ښکلو جامو پټ او سرښندنې ته تيار وي؛ همدا ډول له ستونزو او کړاړوونو سره کلکه مقابله وکړي، که اسباب او امکانات هر څومره ډير شي بريا به د الله په مرسته کې ګڼي.

( و ما رميت اذ رمیت و لکن الله رمی).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x