افغانستان

د کورنیو چارو وزارت په برید کې ۵ افسران وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي

نن ټکی آسیا: د طالبانو ویاند په یوې اعلامیه کې نن له غرمې وروسته په کابل کې، د کورنیو چارو وزارت د درېیم امنیتي کمربند او دریېمې دروازې په خوله کې د سرتېري برید د مسؤلیت اخیستلو ترڅنګ د درنو مالي او ځاني تلفاتو داړولو خبر ورکړ او د کورنیو چارو وزارت ویاند د خپلو پنځو افسرانو وژنه او د څلورو نورو ټپي کېدل تایید کړل.

ذبیح الله مجاهد وایي، دا برید د دوی یوه ملګري،چې محمد موسی کندوزی نومېده، له خوا ترسره شو او لسګونه امنیتي عسکرو ته یې مرګ-ژوبله واړوله.
نوموړی زیاتوي، چې په برید کې يې درانه مالي او ځاني تلفات اړولي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند په لومړنیو څرګندونو کې وویل،  چې په دې  برید کې د کورنیو چارو وزارت اړوند  ۵ افسران وژل شوي دي او ۴ نور ژوبل دي.
ویل کېږي، چې برید کوونکي نظامي یونیفارم اغوستی و او د پولیسو پوستې ته په ننوتلو بریالی شوی او وروسته یې پر پولیسو باندې ډزې هم کړې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x