افغانستان

طالبان: په سيداباد کې د پوليسو پر مرکز ډله‌ ييز بريد کې لسګونه پوليس وژل شوي

نن ټکی اسيا (سه شنبه ، ۱۶ لړم ، ۱۳۹۶): نن ماخستن د ميدان وردګ ولايت سيداباد ولسوالۍ کې د پوليسو پر رونیز مرکز طالبانو ډله يیز بريدونه کړي، چې ګڼو پوليسو ته ‎يې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن ټکی اسيا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ډله ییز بريد له امله د پوليسو د روزنيز مرکز ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه شوې ده.

د مجاهد په وينا لومړي سرتيري بريدګر له منفجره موادو ډک موټر د ودانۍ له ديوال سره وواهه او وروسته نور سرتيري بريدګر د پوليسو مرکز ته ننوتل او پر پاتې پوليسو يې د سپکو او درنو وسلو ډزې پيل کړي دي.

طالبان وايي، چې په دغه بريد کې لسګونو پوليسو او افسرانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دغې ودانې کې نژدې ۲۵۰۰ عسکر اوسېدل او د بهرنيو روزونکو په ګډون ۲۵۰ استادانو په کې د روزنې چارې پر مخ بيولې.

طالبان وايي، چې د بهرنيو استادانو په ګډون داخلي عسکر يې هم د بريد هدف و.

د ميدان وردګ ولايت امنيتي چارواکو د پېښې پخلی کړی، خو په دې اړه يې تر اوسه نور جزئیات نه دي ورکړي.

د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x