
د نبي په مشرۍ کومیلا ویکټورین لومړنۍ لوبه وګټله
نن ټکي اسیا (سه شنبه، لړم ۱۷مه ۱۳۹۶ل): د بنګلادیش په غوره لیګ سیالیو کې د محمد نبي په مشرۍ د کومیلا ویکټورین ټیم چیټا کانګ ته په اوه ویکټو ستره ماتې ورکړه.
دا لومړی ځل دی چې افغان لوبغاړی به یوه بهرني لیګ کې د لوبډلمشر په توګه سیالي ګټي.
د لوبې پیل د چیټا کانګ لخوا د مصباح الحق په مشرۍ وشو، دوی په شلو اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۳ منډې جوړې کړې، چې په ځواب کې د محمد نبي لبډلې دغه هدف په ډیر چټکۍ سره د دوه لوبغاړو په سوځیدو تر لاسه کړ.
محمد نبي په نننۍ لوبه کې دوه اورونه وکړل او ۱۹ منډې یې ورکړې. هغه د تیز توپ وهونکي (لوک رونکي) مهمه ویکټ هم ترلاسه کړه.
راشدخان چې له نبي سره په یوه لوبډله کې لوبیږي په ۴ اورونو کې ۲۲ منډې ورکړې او د کومې ویکټې په اخیستلو بریالی نشو.
د کومیلا ویکټوریا لخوا محمد سیف الدین په توپ اچونه کې ښه وځلید چې په پای کې د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.