پر ولسي وګړو د امریکايي بمبار په اړه ارګ ولي خاموش دی؟

نن ټکی اسیا – سرلیکنه:

په افغانستان کې د ټرمپ د جنګي ستراتیژۍ تر اعلان وروسته د کندوز د وړمې ورځې خونړۍ بمبارۍ په شمول ۱۵ مورده داسې ویرجنې پیښې رامنځته شوې دي چې امریکايي الوتکو په هغو کې ولسي اهداف بمبار کړي او هلته یې د ولسي خلګو په وژل کیدو په خپله اعتراف کړی دی.

په یادو اهدافو کې یې ځیني داسې هم شته چې په هغو کې خپله د دفاع وزارت مربوط د ملي اردو سرتیري مړه او ژوبل شوي خو ارګ مشر او د هغه نشراتي ټیم ورباندې سکوت اختیار کړی دی.

د چار درې د وړمې ورځې په پیښه کې چې په دریو کلیو باندې په مسلسل ډول د امریکايي الوتکو دری ورځنی بمبار روان و د سیمې د عیني شاهدانو ، خبري رسنیو او د کندوز د ولایتي شورا يوه غړي خوش محمد نصرت یار د مشاهداتو پر اساس له امله یې ۶۳ ولسي خلګ شهیدان ، په لسګونو نور ژوبل ، کورونه او شتمنۍ یې هرڅه له خاورو سره خاورې شوي دي.

په داسې حال کې چې رسنۍ د وژل شویو جنازې، د ژوبل شويو بوږنوونکې کوکارې او د کورونو د کنډوالو ژوندۍ صحنې خپروي مګر دولتي دروغګویان (ویاندان) په خورا سپین سترګې او وقاحت سره له همدغو ټولو عیني مشاهداتو په انکار سره وايي چې هلته ولسي وګړي نه ؛ بلکې زمونږ د بین المللي همکارانو په بمباري کې وژل شوي کسان ټول بهرني تروریستان دي !!!.

خیر د ګډوله حکومت دولتي دروغګویان( ویاندان) خو د همدې دروغو په سر یوه ګوله مړۍ ځانته پیدا کوي خو ارګ مشر او د هغه ډبل شریک قدرت ولي د امریکایانو په دغو بوږنوونکو جنایتونو خاموش دي؟

ایا دوئ رسنۍ نه ګوري چې واقعیت هلته څه دی؟

که ارګ مشر دا وايي چې طالبان او د هغوی پلوي کلیوال ټول په اصطلاح تروریستان دي هغوی باید ټول ووژل شي نو خو خپله د امریکایانو په اعتراف د طالبانو د واکمني ساحه د ارګ محصوره حکومت ترساحې زیاته ده ایا دا معقوله ده چې ټول طالبان او د هغوي پلوي کلیوال په بمباریو ووژل شي؟

یقینا چې هم امریکایان ، هم د بشري حقونو مدافعي ډلي او هم د ارګ پردې پالي فاسد چارواکي په دې پوهیږي چې ولس د دوي له لاسه له ولس تباه کوونکې فاجعې سره مخ او هره ورځ یې په کلیو کې د وینو سیلابونه روان دي.

خو دا چې ارګ ناستې د امریکا د ټیکساس ایالت د کلیسا په وژل شویو د ویرساندې غږوي او د کندوزي بیوزلو په ویر خاموش دي لامل یې دا دی چې د امریکا د کلیسا وژل شوي هغه څوک دي چې د همدې بي ننګه چارواکو حمایت کوي او د کندوز وژل شوي بیا هغه افغانان دي چې د دوئ د غلاو او فسادونو له وجې یې د دوي مخالفت کړی دی.

نوطبیعي خبره ده چې د دوی د بادارانو لخوا به د بیوزله افغانانو په وژنې دوي خاموشه او ساکت وي.

ځکه چې د دوي واکمني د همدې امریکايي بمباري محصول ده ، که همدا نن د ارګ له سره د امریکايي الوتکو سیوری لیري شي بیا به په ارګ کې نه د غني ولس غولوونکي لنګوټه او نه هم د ډاکټر عبدالله مفشنه نیکټايي ولیدل شي…

avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
افغان
میلمه
افغان

په امریکایی بمبارد یا د بی ګناه او بی دفاع خلکو ( ماشوموانو ، زړو ، سیاسرو او ځوانانو حتی حیواناتو ) په وژلو ارګ ځکه خاموش دی چه غلامان دی ، هغوی ته امریکا معاشونه ورکوی په کورو ، لیارو او دفترو یی امریکایان ساتنه کوی ، تاسی د ع ا غ د لیاری تګ ته وګوری چه د ژباړنو به شان ارت ارت روان دی ولی ؟ وایی کابل کی چه څوک د بل کوم تکلیف له مخی ارت ارت روان وی خلک ورته وایی هغه ژباړن ته وګوره ، یعنی د ژباړنو سره اشغلګر قصد لواطت تر… نور لوستل »

محمد احمد
ایډیټر

ریښتیاهم چې د هغوي واکمني په همدې بمباري ټینګه ده
که امریکاورته بمبار ونه کړي نو دوي یوه ورځ هم د ټینګې نه دي .
په دې بمباري کې چې د ولس هرڅوک وژل کیږي دوی ورباندې د اعتراض جرأت نشي کولای ..
ځکه چې دوئ واکمني ته رسولې امریکایانو دي نه خپل ولس.

ابودجانه افغان
میلمه

ارګ که امریکا؟
د څه شی ارګ که د امریکا سفارت؟ ټولی چاری او پلانونه دوی امریکیان سمبالوی او بیا ورته د افغان ارګ یا حکومت نوم ورکوی دا کوم منطق دی؟
همدا د افغان مظلوم ولس وژنه او تسخیر د دوی اصلی مقصد دی.