افغانستان

کندهار: سپین بولدک ولسوالي کې چاودنې لس تنه ټپیان کړي دي

د کندهار امنيتي چارواکو ويلي دي چې د دې ولایت په سپین بولدک کې ديوې چاودنې په پايله کې لس تنه ټپیان شوي دي.
د کندهار د امنیه قومانداني وياند ضیا درانی وايي چې  چاودېدونکي توکې په يو کراچۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
د دې پېښې اړوند تراوسه طالبانو څه نه دي ويلي.

همدارنګه د هېواد په لوېديځ کې د هرات امنیتي مسوولین وايي چې د هرات ښار د څلورمې امنيتي حوزې د ملي امنیت امر عبدالقیوم خان تېره شپه وسله والو وژلی دی.
دا په داسې حال کې دی چې شېبه وړاندې د هېواد په نسبتاً مسؤن ځای کورنیو چارو وزارت کې هم سرتېری برید وشو. دې ته ورته پېښو هېوداوال په تېره دکابل ښاریان راتلونکو ټاکنو ته پوره زړه نازړه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x