نړۍ

اسوشيټيډ پریس: د يمن ولسمشر له خپلو وزيرانو سره په سعودي کې نظر بند دی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): اسوشيټيډ پریس خبري اژانس وايي، چې سعودي چارواکو د يمن ولسمشر عبد ربه منصور هادي، د هغه دوه ځامن، يو شمېر وزیران او پوځي افسران يمن ته له بېرته ګرځېدو منعه کړي او دوی يې ټول د سعودي په پلازمېنې ریاض کې په خپلو استوګنځايونو کې نظر بند کړي دي.

اسوشيټېډ پريس د يمني چارواکو له خولې ليکلي، چې د منصور هادي د نظربندي تر شا د يمن او اماراتو د پخوانۍ بدۍ لاس ښکاري، په داسې حال کې، چې امارات د يمن په جنوب کې د سعودي په مشرۍ د روانې جګړې مهم غړی دی.

د سرچينې په وينا په تېر کال فبرورۍ مياشت کې، چې هادي منصور يمن پريښی او په سعودي کې مېشت دی، څو ځله يې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز څخه په ليکلې بڼه غوښتنه کړې، چې ده ته له سعودي د تللو اجازه ورکړي، خو ملک سلمان يې د يوه ليک ځواب هم نه دی ویلی.

اسوشيټېډ پريس د يمني مسؤولينو له خولې ليکلي، چې سعوديانو د منصور هادي او د هغه د ملکي او پوځي چارواکو پاسپورټونه هم ترې اخيستي و،چې وروسته يې ورکړل، خو تر اوسه هم دغه يمني چارواکي د سعودي په پرېښودو نه دي توانېدلي.

دغه خبري اژانس وايي، چې د يمن جګړې لپاره د سعودي په مشرۍ د ايتلاف وياند جنرال ترکي المالکي ويلي، چې ديمن جګړې او حالاتو په اړه بايد ټولې پوښتنې له ده وشي او رسنيو ته هم اجازه نه ورکول کېږي، چې له سعودي مېشتو يمني چارواکو سره وګوري.

د اسوشيټيډ پريس په وينا يمن ته د عبد ربه منصور د ګرځېدو د خنډ له امله د يمن په جنوب کې هم د ده واک په کمزوري کېدو دی، په داسې حال، چې دغه سيمه يې تر اوسه په واک کې ده.

د فرانسې يوې استخباراتي شبکې «اڼتيليجنس انلاين» په تېر جولايي، کې ويلي و، چې سعودي او امارات د منصور د له منځه وړلو لپاره پلان جوړوي.

د دغې استخباراتي شبکې په وينا دغه پلان به په دوبۍ کې مېشت د پخواني پرځول شوي ولسمشر علي عبدالله صالح د زوی احمد علي عبدالله صالح په مرسته سرته رسول کېږي.

د سرچينې په وينا د سعودي د استخبارانو مرستيال جنرال احمد عسيري په تېر جون کې د احمد علي عبدالله صالح د ليدو لپاره دوبۍ ته تللی و.

انټليجنس انلاين په خپل راپور کې ويلي، چې د اماراتو وليعهد محمد بن زايد خپلې ټولې هڅې پر کار اچولي، چې عبدربه منصور هادي له منځه يوسي او د دې لپاره يې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان هوکړه هم تر لاسه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x