نړۍ

اوکراين کې د لاسوهنې له امله ناټو روسيې سره د پوځي اړيکو د پريکولو اعلان وکړ

د ناټو سرمشريزې پريکړه کړې چې، اوکراين کې د روسيې د مداخلې او لاسوهنې له امله ناټو له روسيې سره پوځي اړيکې ځنډوي.

د ناټو هيوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو غوڼدې ته د ناټو عمومي سرمنشي اندرس راسموسن په خپله وينا کې و ويل چې، د اوکراين په کورنيو چارو کې د روسيې د مداخلې له امله به ناټو روسيې سره ټولې پوځي اړيکې ځنډوي او يوازې پر سياسي چارو به ورسره خبرې اترې روانې وي.

ديادونې وړ ده چې، اوکراين کې له سياسي اړي ګړي وروسته روسيې د اوکراين سرحد ته څېرمه خپل پوځ ځای پر ځای کړ او د نوي حکومت له راتلو وروسته د اوکراين نيم ازاد ايالت کريميا د ټول پوښتنې په نتيجه کې روسيې سره يو ځای شو.
امريکا او ناټو روسيې سره د کريميا يو ځای کيدل د نړيوال قانون خلاف وبلل او اوس يې روسيې سره پوځي اړيکې هم وځنډولې.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x