افغانستان

د یک تلویزون پر کارکوونکي وسلوال برید شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): په پلازمینه کابل کې د یک تلویزون پر یوه پروګرام چلوونکي «مختار لشکري» وسلوال برید شوی دی.

د یک تلویزون له لوري په خپور شوي خبر کې ویل شوي چې د نوموړي پر موټر باندي نامعلومو وسلوالو وړمه شپه د کابل په فتح الله کلا کې برید کړی چې له امله یې هغه سخت ټپي او بستر شوی دی.

دغه تلویزون ویلي چې د فتح الله کلا سیمه که څه هم د امنیتي ځواکونو تر سخت نظارت لاندي ده خو بیا هم دا دوهم ځل دی چې نامعلومه وسلوال په دغه سیمه کې برید کوي او په تیښته بریالي کیږي. او پوښتنه کوي چې د سړک په سر او پای کې دوه امنیتي پوستې دي، بیا څرنګه وسلوال له دغه سیمې په خوندیتوب تیښتي؟.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ هم د شمشاد تلویزون پر ودانۍ ډله ییز برید وشو چې له امله یې لږ تر لږه دوه تنه مړه او په لسګونو نور ټپیان شول.

د طالبانو ویاند د پيښې په پیل کې لا رسنیو ته په لیږلي وضاحتي بیان کې وویل چې د شمشاد تلویزون برید ددوی په جنګیالیو اړه نه لري او ویل کیږي چې داعش یې مسولیت منلی دی.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول په کابل ښار کې پر ژورنالیستانو بریدونه زیات شوي دي، د یوه تلویزون د راپور سره سم په تيرو دوه اونیو کې ۸ تنه ژورنالیستان هدف ګرځېدلي دي چې په ځینو مواردو کې پر حکومتي چارواکو هم د ژورنالیستانو په زورولو کې لاس لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x