نړۍ

سعودي د عائض القرني او العريفي په ګډون پر يو شمېر علماوو د سفر بنديزونه لګولي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د سعودي د ټولنيزو شبکو فعالانو ليکلي، چې سعودي چارواکو د شيخ عائض القرني او شيخ محمد العريفي په ګډون پر يو شمېر دعوتګرانو او علماوو له هېواده بهر د سفر بنديزونه لګولي دي.

عائض القرني او محمد العريفي په سعودي کې د حکومت پلوو ملايانو له ډلې بلل کېږي، چې له قطر سره د سعودي د کړکېچ او نورو موضوعاتو په اړه يې د چارواکو د کړنو ملاتړ کړی او دعاوې يې ورته کولې.

د نظر بنديز په نوم ټويټر حساب کې راغلي، چې د سعودي امنيتي چارواکو دوکتور عائض القرني، شيخ محمد العريفي او ژورنالېست احمد الشقيري په ګډون د لسګونو دعوتګرانو او علماوو په سفر بنديزونه لګولي دي.

د ټولنيزو شبکو فعالانو دا هم ويلي، چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د سعيد مسفر په نوم وتلی ديني عالم هم نیولی دی.

له تېرو دوو مياشتو راهيسې سعودي چارواکو د ديني علماوو، مثقفينو او د غربي کلتور د مخالفينو ټينګه څارنه او نيول پيل کړي دي.

د بشري حقونو د څار نړيوالې ټولنې ويلي، چې د سعودي چارواکو دا کړنې د بشري حقونو په سپکاوي کې راځي.

د نيونو دغه لړۍ د مشهور دعوتګر عالم سلمان العوده، شيخ عوض القرني، دوکتور علي عمري، اقتصادي کارپوه عصام الزامل په ګډون د لسګونو علماوو، مفکرينو او دعوتګرانو له نيولو پيل شوې، چې تر اوسه روانه ده او په تېرو دوو مياشتو کې ګڼ شمېر فعالان، دعوتګران، مفکرين، قاضيان، ژورنالېستان او ګڼ نور چارواکي نيولي دي.

د دې سربېره وړمه ورځ د شاهي فرمان له مخې د شاهي کورنۍ يوولس شهزادګان، څلور برحال او يوولس پخواني وزيران هم د پوليسو له لوري نيول شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x