افغانستان

طالبانو په کندهار کې يو هلک له سرحدي عسکرو خلاص کړی

نن ټکی اسيا(چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): طالبانو د سرحدي عسکرو له پوستې هغه هلک خوشي کړی چې د يو قومندان له خوا ښوراوک ولسوالۍ ته په زور بېول شوی وو.

طالبانو کابو يوه هفته وړاندي د ښوراوک ولسوالۍ د چوک سيمي يوه پوسته ونيول ، عسکر يې ووژل او وسائل يې ترې يووړه.

د ولي جان قومندان له لوري په زور تښتول شوی هلک له جګړې وروسته طالبانو ته په لاس ورغلی.

دا هلک اسدالله نوميږي ، د عبدالباقي زوی او د کندهار ولايت د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

اسدالله وايي : بولدک ته د فیشن فروشۍ د سامان رانيولو په موخه راغلی وم ، د فلیډر موټروان ولي محمد خپل موټر ته پورته کړم او د پوستې د قومندان ولي جان کور ته يې بوتلم؛ قومندان ولي جان له خپل کوره په زور خپلي پوستې ته بوتلم او هلته يې درې شپې په پوسته کې را باندي تيري کړې.

له ۳ شپو تېرولو وروسته طالبانو پر پوسته حمله وکړه او زه يې د دوی له منګولو وژغورلم.

طالبانو منلې چې اسدالله يې د نوموړي پلار ته سپارلی.

د کندهار دولتي چارواکو د يادي موضوع اړوند څه نه دي ويلي.

په کندهار ښار او اطرافو کې ورته پيښي زياتي را منځته کيږي چې د پوستو قومندانان د خلګو کم عمره هلکان له ځان سره په زور بيايي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالسلام عابد

السلام عليكم ورحمة الله
نيكي هيلي مو ومني
داچي تاسي شه پوهيژي چي موژپه ستر اوپټوالي مأمور يو او داشخاصو دمصؤنيت اودشخيت ساتني ته ژمن يو
او دهرهغه عمل نه بايد ډډه وکړو چي د يومسلمان دجرحي لامل شي
نودابه شه واي چي دنوم اخيستني او عکس نه مو ځان ساتلي ؤ
قال عليه السلام من سترمسلما ستره الله

khushal

زه نه پوهیږم چه دا هماغه د کابل عبدالسلام عابد دی چه له ځانه یی پیر جوړ کړی مونږ ورسره مرکه درلودله د اسلامی امارت په ضد یعنی د سپیڅلی جهاد په ضد یی څرګندونی کولی هغه چه الله ج عبدالسلام به شان خلک په سبیڅلی جهاد مکلف کړی د هغو به اړه نه خپله او نه نورو ته تبیلغ کوی ځکه چه جیبونه یی له ډالرو ډک دی او یا له دی داره چه بندی به شم څه نه وایی مګر : په دی اړه چه طالبانو یو معصوم هلک د سړیخورو او لواطیانو له لاسه ژغورلی ، د… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x