
”ستاسو په بریالیتوب مونږ د شکر سجدې وکړې”
مشهور عالم او داعي دکتور یوسف القرضاوي پرون (سه شنبه) د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان ته په انتخاباتو کې د بریالیتوب مبارکي ورکړه.
د مسلمانو علماوو د نړیوالې ټولنې مشر ښاغلي قرضاوي د ترکیې لومړي وزیر ته په استولي پیغام کې ویلي چې الله تعالی ته ئې د شکر سجده وکړه چې د عدالت او پرمختیا ګوند په انتخاباتو کې بریالیتوب ترلاسه کړ، او له الله تعالی څخه ئې ورته د توفیق غوښتنه وکړه.
د ښاغلي قرضاوي په پیغام کې راغلي:
“له انتخاباتو نه مخکې ما، زما کورنۍ، بچیانو، لمسیانو، وروڼو او ټولو نږدې کسانو په ډیر اخلاص دعاګانې کولې چې الله تعالی تاسو کامیاب کړي، او ستاسو ارمانونه پوره کړي، د نتایجو له اعلان وروسته مونږ ټولو الله تعالی ته شکرونه وایستل چې خپلو بندګانو ته ئې عزت او کامیابي ورکړه، او دښمنانو ته ئې شکست ورکړ”.
نوموړی زیاتوي:
“مونږ الله تعالی ته د شکر سجده ادا کړه، او دعا مو وکړه چې الله تعالی تاسو ته توفیق درپه برخه کړي، ستاسو حفاظت او ساتنه وکړي، ستاسو پرضد د توطیه جوړوونکو ژبې ګونګې کړي، او تاسو ته د ترکیې د ترقۍ او پرمختګ توفیق درکړي ترڅو د اسلام مټ پرې قوي شي او د مظلومانو او بې وزلو لپاره سکون او غمخور جوړ شي”.
له بلې خوا د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان د ټولنیزو اړیکو په پاڼه (ټویټر) کې ویلي چې د نړۍ ډیر ولسونه په انتخاباتو کې د دوی بریالیتوب د خپل ځان بریالیتوب ګڼي.
ښاغلي اردوغان په انتخاباتو کې د عدالت او پرمختیا د ګوند بریالیتوب نه یوازې د ځان بریالیتوب بللی بلکې د مصر، سوریې لیبیا او نورو ولسونو لپاره ئې هم کامیابي بللې ده.