د قندهار ستر فقيه ابوالوفا الافغاني رحمهﷲ

ليکنه: الهام الخراساني

لکه څنګه چې افغانستان په تاريخ کې حماسې، سرښندنې او د ښکيلاک ګرو دشکست وارونه او دفرعون دغرقاب مستې څپې لرې، دغه سې داسلام له لومړي پېره پر خپل انګړ دفقهاؤ او محدثينو يو اوږد غورځنګ لري چې نه يواز ې د خپل هيواد په سطحه بلکې داسلامی نړۍ په کچه منلې شوې سترې علمي څېرې دي،

چې يو يې هم ستر فقه،او محدث ابوالوفا الافغاني دې،

کوم حنفې فقهې ته ډیر حیاتي خدمتونه کړي، خپل ټول عمر یې دعلم فقه په خدمت کې تیر کړ.

دنوموړې خپل پلرنی نوم محمود شاه القادري دی، چې په ١٣١٠ هجري کې افغانستان په مردم خيزه سېمه قندهارولايت کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.

خو اسلامي نړۍ يې په ابوالوفا الافغاني سره پيژنی.

ابتدایې زدکړې یې له خپل مرحوم پلارڅخه کړي وې کوم چې دوخت ستر عالم او پېشوا بلل کيده.

بيا دعالي زده کړو لپاره په ۱۳۳۰ هجري له قندهاره دهند دحيدراباد ايالت په لور وکوچيد، هلته په مدرسه نظامیه کې له سترو علماو سره د شاګرد په حيث پاتې شو،

روسته له تحصيل دعلومو په هم دې مدرسه کې د حدیث، فقه او د عربي ژبې د ادبیاتو استاذ پاتې شوی.

څه موده وروسته یې بیا په همدې مدرسه کې د احیا علوم نعمانیة په نامه یوه کمیټه جوړه کړه چې په دې کمیټه کې به یې د حنفي فقه د کتابونو ناخپاره شوي متون وېستل، تحقیق به يې پرې کاو ډېر ستر او مشهور کتابونه لکه اصول السته کوم چې دحنفي فقهې اساس بلل کيږي، اختلاف ابی حنيفه وابی ليلی دمام محمد رحمه ﷲ

،کتاب الاثار او کتاب الرد علی سیر الاوزاعي د امام یوسف رحمه ﷲ .

پرته له دې يې په نورو ډيرو اهمو کتابونو ښه علمي تحقيقات لري.

داټول کتابونه دنومړي په زيار او کوښښ سره چاپ او طبعې ته برابرشوه

ابو الوفا الافغاني رحمهﷲ دعلم داسې تندې اخستی و چې واده کولوته يې هم ورپرې نه ښود او وه یې شو کولی چې د عمر یوه برخه له خپلې ښځې سره تېره کړي،

ځکه خو شيخ عبدالفتاح اوغدۃ رحمهﷲ په څپل کتاب العلما العزاف کې دنوموړي دغه قرباني په زرينو کرښو ستايلې .

ابوالوفا الافغاني دژند تر روستۍ سلګۍ حنفي فقهې ته داسې خدمت وکړ چې دشکريې پور به يې ترقيامته دعلماؤ پر اوږو بار وي.

نوموړی په ۱۳۹۵ هجري کال کې له دې نيمګري ژوند سره مخه ښه وکړه او دابد لپاره له نړۍ وکوچيد روح دې ښاد او ياد دې تل تازه وي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ناپیژنده
میلمه
ناپیژنده

الله دې جنتونه ورکړی واقعا هم چی نوموړی عالم ډیر لوی خدمت کړی ما یی خپله په ډیرو نادره کتابونو حاشيی ليدلی لكه كتاب الاثار لابي يوسف , مختصر الطحاوي او أخبار ابي حنيفه و أصحابه للصیمري او داسی نور .