امریکايي جنرال: په عراق او سوریه کې بمباري کمه، په افغانستان کې مو زیاته کړې

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د امریکا د هوايي ځواک یوه جګپوړي چارواکي رسنیو ته ویلي چې په عراق او سوریه کې مو د داعش او نورو وسلوالو پر ضد بمباري ۶۰ سلنه کمه کړې خو په افغانستان کې مو بیا زیاته کړې ده.

نوموړي ویلي چې د کال ۲۰۱۷ د لومړۍ میاشتې څخه بیا تر سپتمبر میاشتې پوري امریکا په عراق او سوریه کې هره میاشت د ۱۸۰۰ څخه بیا تر ۲۶۰۰ پوري بمونه غورځول، خو په اکتوبر میاشت کې د ټولو بمونو شمېر ۸۵۰ وو.

د هوايي ځواک مشر جنرال «انډریو کروفټ» دغه خبرې د عراق د اربیل ښار څخه د تلیفون پر کرښه په پنټاګان کې ژورنالیستانو ته وکړې.

نوموړي وویل دا پر دې دلالت کوي چې په عراق او سوریه کې نور د داعش ډله کمزورې شوی او اوس یوازي ۴ یا ۵ سلنه ځمکه په کنټرول کې لري چې په وینا یې مونږ یې هلته هم تعقیبوو.

نوموړي وویل، په عراق او سوریه کې د بمباریو کمښت به په افغانستان کې د بمباریو په زیاتولو کې مرسته وکړي چیري چې د ولسمشر ټرمپ نوي ستراتیژي امریکايي ځواکونو ته د طالبانو سره په جګړه کې خلاص لاس ورکړی.

نوموړي وویل: ښکاره خبره ده، مونږ په افغانستان کې خپل شتون زیاتوو، مونږ خپل هوايي ځواک په قطر کې د پوځي اډې څخه کنټرولوو، کله چې په عراق او سوریه کې بمبارۍ کمي شي، په طبیعي ډول به دغه الوتکې په افغانستان کې په کار اچول کیږي.

نوموړي وویل، په قطر، متحده عرب امارات او سمندري بیړیو کې زمونږ زمونږ الوتکې اماده دي چې په هر ځای کې د جګړې ډګر ته ولیږدول شي، مونږ کولای شو چې یوه ورځ الوتکې افغانستان ته ولیږو، بله ورځ په عراق او سوریه کې کار ځیني واخلو، مونږ خپل اړتیا ته ګورو.

نوموړي وویل که څه هم په عراق او سوریه کې داعش کمزوري شوي خو مونږ به خپل عملیات جاري ساتو او سیمه به څارو.

باید وویل شي چې د امریکا د هوايي ځواک د شمېرنو له مخې په تېره سپتمبر میاشت کې امریکایانو ۷۵۱ بمونه په افغانستان کې وغورځول چې له امله یې ډېر ځایونه ملکي وګړي هم ووژل شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د