
مجاهد: د وردګو په پېښه کې ۸ تنه سرتیري بریدګر بیرته ژوندي وتلي
نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): تېر ماښام د میدان وردګ ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې د پولیسو پر روزنیز مرکز برید وشو چې له امله یې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا په لسګونو عسکر مړه او ټپيان شول.
نوموړي وویل چې د دوی اته تنه بریدګر تر دوه ساعته جګړې وروسته بیرته ژوندي وتلي دي.
بلخوا امنیتي چارواکو ادعا کړې چې د میدان وردګ د پولیسو پر روزنیز مرکز باندي برید یې ناکامه کړی او ۱۵ بریدګر طالبان یې وژلي دي.
د میدان وردګ ولایت امنیه قومندان فهیم قایم رسنیو ته وویل چې په برید کې برخه اخیستونکي ټول ۱۵ طالبان ووژل شول او دولتي عسکرو ته هیڅ تلفات نه دي اوښتي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پيښې د تفصیلاتو په اړه ویلي چې د پولیسو رونیز مرکز ډېره برخه د شدیدو چاودنو له امله تخریب شوې او په کښي په لسګونو عسکر مړه او ټپيان شوي دي.
مجاهد په خپله خبرپاڼه کې وویل چې ددوی سرتیرو هغه مهال برید وکړ کله چې په مرکز کې دننه عسکرو ډوډۍ خوړله.
نوموړي وویل چې دوی لومړی پیل د موټر په ستره چاودنه وکړ او بیا یې ۸ تنه بریدګر د روزنیز مرکز دننه ننوتل او هلته یې په لسګونو عسکر مړه او ژوبل کړل او تر دوه ساعته جګړې وروسته بیرته په بریالیتوب سره ووتل.
د نوموړي په وینا په دغه مرکز کې ټول ۲۰۰۰ پولیس میشت دی چې ۲۵۰ استادان یې روزنه کوي.
مجاهد د امنیتي چارواکو هغه ادعا رد کړې چې ګواکي ددوی برید یې ناکامه کړی او زیاته یې کړه چې دوی تر اوسه هم خپل مړي د امبولانسونو په ذریعه انتقالوي او سیمه یې تر کلکې محاصرې لاندې ساتلې ده.