
کډوالو وزارت: له ایران او پاکستان د کډوالو په راتګ کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی
نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د کډوالو او بېرته راګرځېدونکو چارو وزارت مطبوعاتي مشاور حفیظ احمد میاخېل وايي، د تېر کال په پرتله سږ کال له ایران او پاکستانه د کډوالو په راتګ کې ۷۰ سلنه کموالی راغلی دی.
د میاخېل په خبره، په هېواد کې ناامني، د کډوالو په مخ کې پرتې ستونزې، د سرپناه نشتوالي، بېکاري او شمېر نور لاملونو د کډوالو په بېرته راتګ کې ستونزې جوړې کړي دي.
دی وايي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې تېر کال د هر راستنېدونکي په سر ۴۰۰ ډالر ورکول؛ خو سږکال یې دغه رقم ۲۰۰ ډالرو ته راښکته کړی دی.
اوسمهال په پاکستان او ایران کې له څلورو میلیونو ډېر افغانان اوسېږي، چې ځینې ثبت او ځینې یې ناثبت شوي پاتې دي.
تېر کال «د خپل وطن ـ ګل وطن» د کمپاین پر مهال زرګونه کډوال له پاکستان او ایران راستانه شول؛ خو ډېری یې بېرته یادو هېوادونو ته ګرځيدلي دي.
د هېواد په ډېرو ولایتونو کې د یخنۍ له امله ډېری راستانه شوي کډوال له سختو ستونزو سره مخ شوي او سر پناه نه لري.
د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې، پاکستان کې اوسمهال اووه سوه زره افغان کډوال نا راجستر پاتې دي او د راجستر شویو کډوالو اخري موده هم د روان کال تر پایه پورې ده.