افغانستان

کابل کې سلګونه ځوانانو د افغان هویت پر ننګه لاریون وکړ / انځورونه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): نن سهار ۹ بجې د کابل ښار په علاء الدین پارک کې سلګونه ځوانانو د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه وغندله او د ګډ حکومت له مشرانو او د مشرانو جرګې له وکیلانو څخه یې وغوښتل، چې د ولسي جرګې وروستۍ پرېکړه رد کړي او په افغان پېژندپاڼو کې «اسلام» او «افغان» کلمو ته ځای ورکړي.

د تېرې اکتوبر میاشتې په ۳۰مه ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو پر ضد رایه ورکړه، چې د مدني ټولنو استازو سخت غبرګون پرې وښود.

تېره اوونۍ هم په کابل کې د بېلابېلو ټولنو استازو لاریون کړی و او په پېژندپاڼو کې یې د اسلام او افغان کلمو د زیاتولو غوښتنه کوله.

نننيو لاریون کوونکو هم ویل، ترڅو چې ولسي جرګې خپله کړې پرېکړه بېرته نه وي اخیستي تر هغه وخته به لاریونونو ته دوام ورکړي.

د لاریون کوونکو یو استازي فیض محمد ځلاند پر خپل فېسبوک لیکلي.

«لاریون بریالی پای ته ورسېده! د مشرانو جرګې کمېسیونونو ریسانو ژمنه وکړه چې د ولسي جرګې پرېکړه به راتلونکي اوونۍ رد کړي.

مبارزو ځوانانو ستاسو مبارزه رنګ راوړي!

یا رب توفیق !!!»

ولسمشر غني هم د ولسي جرګې له وکیلانو غوښتي وو، چې خپله پرېکړه بېرته واخلي او په پېژندپاڼو کې دې اسلام او افغان کلمې ځای شي.

په برېښنايي پېژندپاڼو کې د اسلام او افغان کلمو ځای کول او لرې کول اوس په یوه ناندریزه موضوع بدله شوې او د همدغو لانجو له امله تراوسه برېښنايي پېژندپاڼې نه دي وېشل شوي.

د اساسي قانون ۴ مې مادې پر بنسټ افغان کلمه په افغانستان کې پرټولو مېشتو اقوامو اطلاقېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x