شعـــــرونه

ظالم بېلتون

حکمت الله حاکمي

بېلتون دي سم د غم ځنځــــیر باندي تړلی،یمه
ما زوروي ما کـــــــــړوي ډېر ژړېـــــــــدلی،یمه

فراق دي ماباندي ډېر زور لري شاعـر یې،کړمه
ستاد سوچونو خیال په ټال کي ځنګېدلی،یمه

دخوشحالۍ مضمون مي ځکه دی بدل خپه یم
ستا د ظالــــــم بېلتون دامونو کي ولېدلی،یمه

غـم ته دي وایه ګــوره نور دي نو ما نه ځوروي
غـــــــم دي سرزوره زه بې اوره سوځولی،یمه

د غم زغملو استعداد زه ،حاکـــــــــــمي،نه لرم
ځکه بې وسه یم غــــــــــــــــمونو ځورولی،یمه

د هجرت دیار۱۴۳۹/۲/۱۹هجري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x