نظــر

انتخاباتي پروسه واقعي ده که نمایشي ؟

له څو میاشتو راهیسې تراشغال لاندې هیواد کې داشغالګرو په مستقیمه دیکته د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو دانتخاباتو اوازه رالګیدلې ، کاندیدان چې په امریکایي مرمۍ ضد موټرو کې سپاره دي ، جرمنۍ کیږدۍ کې انتخاباتي غونډې جوړوي ، او دنامعلومو منابعو په پیسو کمپاین چلوي ، دعوا کوي چې انتخابات خپلواک دي او افغان اولس باید رایه ورکړي ، ددوی دا خبرې له هغو رسنیو اوریدل کیږی چې دانټرنیوز په ډالري تمویل چلیږي او یا د روپورت مرداک د نړیوالي مطبوعاتي لابۍ غړیتوب لري .

کاندیدان چې سهاردملاتړ او اعتماد خپلولو لپاره  دامریکایي سفارت زیارت کوي ، په غرمه دخپلواکو انتخاباتو سرینده غږوي ، رای پاڼې له اروپا راغلې  خو دوی وایي انتخابات افغاني دي ، صندوقان دناټو هیلکوفترې انتقالوي ، مګر دیموکراسیان وایي ، ټاکنیزه پروسه افغاني ده ، کاندید له یوې خوا دخپل راتلونکي حکومت دچلولو لپاره د سپیني ماڼۍ مهرباني اساسي شرط بولي له بله اړخه وایي ، دوی دیوه خپلواک افغانستان لپاره انتخاباتي مبارزه کوي ، دهمدې تناقضاتو په اوج کې د پخوانیو سرچپه نسخو غوندې په افغان محکوم اولس  یوه بله  غربي ډرامه طوعا او کرها  تپل کیدونکې ده ، ميډیایي مافیا لګیا ده  په وچ زور  له  افسانې نه حقیقت  او له امریکایي ډرامې نه افغاني انتخابات جوړوي ،  دولس یوه برخه خلک چې دحالاتو په توپان کې یې حواس مخبوط شوي ، پرته له دې چې دلوبې په ماهیت سر خلاص کړي ، په انتخاباتي ډرامه کې ښکیل شوي ، دوی دا فکر نه کوي چې آیا  اوسنۍ سیاسي ، پوځي  او ټولنیزو شرایطو ته په پام سره  رښتیني انتخابات امکان لري  او آیا کیدلای شي یوه برسیرنه پروسه ددې هیواد  واقعي ستونزې غوڅې کړي ؟؟

هغوی چې په دې انتخاباتو کې لویدلي ، چندانې شرعي مناهیو ته توجه نه کوي ، نوځکه یي دلته   د ټاکنو دجعلیت  او نمایشي والي یوازې عرفي او عمومي دلائلو ته توجه غواړو .

الف  –  روانې ټاکنې خپله  دحکومت له اساسي قانون سره په تضاد کې دي ، دا عامه ټولټاکنې دي اود حکومت داساسي قانون له مخې  هر افغان ددې حق لري چې رایه استعمال کړي ، په اوسنیو حالاتو کې  چې دهیواد ۷۰ فیصده خاوره  د حکومت له کنتروله بهر ده ، تقریبا نیمایي افغانان ددې امکان نلري چې په ټاکنو کې رایه وکاروي ، همدا حقیقت په خپله  د عامه ټاکنو په  قانوني مشروعیت دبطلان کرښه راتیروي او ټاکنې  یوازې نسبي  او ښاریزې  ټاکنې ثابتوي ، چې د درست افغانستان نمایندګي نه شي کولای .

با –   دانتخاباتو فلسفه وایي  چې  ګډونوال باید درایې په کارولو کې خپلواک وي ، دا په هغه صورت کې امکان لري چې د ټاکنو په سیمه کې له حکومتي حاکمیت سره په څنګ کې موازي حاکمان شتون ونلري ، په داسې حال کې چې اوس حالت  په بشپړ ډول  برعکس  دی .

په افغانستان کې ظاهرا  حامدکرزی ولسمشر  دی ، مګر په حقیقت کې هیواد  دملوک الطوایفۍ په پنجو ښکیل دی ، بلخ  د عطامحمد نور دی ، جوزجان د دوستم دی  چې له وړاندې یې  دحامدکرزي په حکم ټاکل شوي والي ترې شړلی دی ، په هرات کې داسمعیل خان راج چلیږي ، په  کندهار  دکرزي دوروڼو او  جنرال رازق ایتلافي پاچاهي ده ، تردې چې دولسمشر ترچپنې لاندې دکابل ښار کټ مټ  دتنظیمي دوران غوندې په  موازي واکمنیو ویشل شوی دی ، دشت برچي او شاوخوا سیمې دمحقق تر کنترول لاندې دي ،دپغمان خوا حاجي ممتاز برمته کړې ،  خیرخانه دامان الله ګذر ده ،  ده سبز دالله ګل مجاهد ، دغه راز دښار په نورو سیمو کې  دملاعزت ، زلمي توپان  او دین محمد جرأت غوندې د سرزورو  قومندانانو  راج چلیږي ، چې هر یویې کولای شي  انتخاباتي څارونکي له خپلو سیمو وشړي او بیا چې څرنګه یې زړه وي صندوقونه په خپله ډک کړي ، په دغسې ځنګلي وضعیت کې  هیڅوک دا تضمین نه شي ورکولای چې رایه به یې د ولسمشر په انتخاب کې مؤثره وي ، او یا به  کومه نتیجه پرې مرتبه شي ، بناء هغوی چې په دې پروسه کې ځان ستړیوي  خواري یې عبث ده  او ښایي هیڅ نتیجه ونلري .

جیم –  د انتخاباتو له نیټي یوه اونۍ وړاندې  د شکایاتو کمیسیون اعلان وکړ چې لسګونه زره شکایات ورته رسیدلي او بې حسابه تخلفات یې ثبت کړي دي ، خلک وایي  –  دا دپټي سر ده پټی وروسته سورور ده – له انتخاباتو وړاندې  چې داسې  دتقلب  او غدر لوبې پيل شوي وي نو څه فکر کوئ چې دانتخاباتو په ورځ او  درای شمیرلو په مهال به وضعیت څرنګه وي ، معلومیږي چې په دې ټوله کې پروسه اصلي ټاکونکی یوازې زور بالای زور دی نه د خلکو رای پاڼې . .

دال –  وروستي راپورونه وایي چې بهرني څارونکي  چې دانتخاباتو د څار لپاره افغانستان ته راغلي وو په بشپړ ډول  له دې هیواده وتلي او یوازې دګوتو په شمیر څو تنه یې پاته دي ، چې هغوی هم ښایي د انتخاباتو لپاره خپل ژوندپه خطر کې وانه چوي ، کله چې انتخاباتي پروسه هیڅ څارونکی ونه لري ، نو د جګړه مارانو په دیموکراسۍ که  به ته وا حالات ډیر  ګلګلمیري  او بحراني نه وي ؟  قوي احتمال دی ، چې  جګړه مار دیموکراسیان به داځل  د صندوقونو په ډکولو کې هم داسې زور سره وآزمویي  لکه پخوایي چې په جګړو کې  سره ازمویلی وو ، هیوادوال دې  دانتخاباتي صندوقونو دډکولو خواري نه کوي ، ځکه صندوقونه  به که  خیر وو ، جګړه ماران او  دکاندیدانو محلي  ټوپکوالان ډکوي .

لوړ حقائق ټول هغه څه دي چې دواقعي انتخاباتو احتمال نفي کوي او په قوت سره دا خبره ثابتوي ، چې  انتخابات یوازې یوه جعلي او غولوونکي پروسه ده ، چې غربیان او داخلي اجیران یې یوازې  دافغان اولس دتیرایستلو او له څرګند اشغال څخه دعامه فکر دمنصرف کولو لپاره  کاروي ، دوی غواړي خپلو ګوډاګیانو ته نسبي او ظاهري مشروعیت ترلاسه کړي .

دې  حالت ته په پام سره  که څوک په انتخاباتي پروسه کې ګډون کوي ،  خپل دنیا او اخرت په خطر کې اچوي له دې پرته چې خواري یي عبث ده شاید په هغو ټولو ګناهونو او مظالمو هم ځان ورګډ کړي چې دده په رایه ټاکل شوی زمامدار یي  دخپلې واکمنۍ په مهال ترسره کوي ، نو بناء  دشریعت ، عقل او وجدان غوښتنه داده چې  داشغالګرو له نمایشي پروسو ځان وساتو ، او په خپل پریکون سره دا دحقیقت په غلاف کې نغښتې جعلي پروسه جعلي ثابته کړو .

حبیب مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x