fbpx

اسلام او کفر (دوهمه برخه)

دکتور کفایت الله وردګ

یادګېرنه : پدې لیکنه کې په هغه خبرو ، عقیده او عملونو باندې له خپل لوستونکي سره بحث کوم چې په کولو یې انسان کافر کيږي پدې هېله چې که چاته معلوم وي د هغه لپاره به تکرار شي ، له چا څخه چې هېر وي ور په یاد به شي او چاته چې نه وي معلوم د هغه لپاره به نوي معلومات شي او ځان به ورڅخه وساتو په تېره برخه کې مو د ایمان او کفر په اړه او د کفر د څه قسمونو په اړه خبرې کړې وې د هغې په تعقیب .

کافر بیا په دوه قسمه دی ۱. اصلي کافر ۲. مرتد کافر

۱. اصلي کافر هغه کافر وي چې کافر پیدا شوی وي او له سر نه د اسلام په نعمت مشرف شوی نه وي لکه هغه خلک چې له بده مرغه د کافر مور او پلار څخه د کفر په ملک کې کافر پیدا کیږي .

۲. مرتد هغه کم بخت او بد بخت کافر وي چې په مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی وي خو بیا وروسته شیطان ورباندې فتح حاصله کړې وي څه دنیاوي فایدې یې ورته مخې ته کړې وي او کافر کړی یې وي .

او مرتد هم په دوه ډوله دی : ۱. مرتد عن الفطرة ۲. مرتد عن الملة

۱. مرتد عن الفطرة : هغه مرتد چې په اصل کې کافر وي بیا په ایمان مشرف شوي وي خو بېرته یې اسلام پریښی وي او کافر شوی وي .

۲. مرتد عن الملة : هغه مرتد دی چې په مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوی وی مسلمان وي او مرتد شي .

د چا په اړه د کفر په فیصله کې احتیاط

لکه چې ایمان یو شرعی لفظ دی او هغه چاته مؤمن ویل کېدلی شی چې د قرآن کریم او احادیثو له مخې ورته دا مبارک نوم ورکول کیږي همداسې د کافر لفظ هم یو داسې لفظ دی چې هېڅوک نشي کولی له خپله اړخه چاته د کافر لقب ورکړي ترڅو چې هغه داسې څه نه وي کړي چې هغه ته قرآن کریم او احادیثو کافر ویلي نه وي ددې امله زمونږ شریعت په سخته سره مونږ لدې نه منع کوي چې چاته د کفر کلمه په اساني سره استعمال کړو البته مونږ دا ویلی شو چې پدې کار او پدې کار باندې څوک کافر کیږي د مثال په ډول که څوک پداسې حال کې لویه ګناه وکوي چې ځان ته یې روا ګڼي نو دا کس کافر دی خو مونږ چې کله په یوه معین کس باندې د کفر فتوا لګوو باید تر حد زیات احتیاط وکوو ، چاته په کافر ویلو کې باید ددې په اړه فکر وکوو چې دا زه هغه ته ډېر لوی لفظ استعمالوم ، یو داسې لفظ چې الله تعالی به یې په قیامت کې له ما څخه پوښتنه کوي چې په کومه وجه تا هغه کس ته کافر ویلي وو؟؟

امام شوکاني رحمه الله فرمایی : په یو چا باندې دا فیصله چې دا کس له اسلام څخه وتلی او په کفر کې داخل شوی دی د یو مسلمان لپاره تر هغه وخته پورې نه ښائیږي ترڅو ورسره داسې ښکاره دلیل نه وي لکه د ورځې روښانه لمر ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دي څوک چې مسلمان ته د کافر لفظ ووايي نو که هغه مخاطب کس کافر نه وي دا ویونکی کافر کیږي . السیل الجرار للشوکاني رحمه الله

ټول علماء کرام پدې نظر دي چې مونږ په عمومي ډول ویلی شو څوک چې کوم حرام عمل ځان ته حلال و ګڼي هغه کافر کیږی خو دا چې مونږ یو معین کس یادوو چې دا کس کافر دی د هغه لپاره به قوي دلیل موجود وي چې له هغه دلیل نه دده کفر ښکاره شي .

امام ابی العز ا لحنفی رحمه الله فرمایی : که له مونږ نه څوک پوښتنه وکوي چې آیا تاسې ددې (معلوم او معین) شخص په اړه دا ګواهي ورکوئ چې دا کس کافر شوی دی ؟ نو مونږ په اسانه ددې کس د کفر په اړه ګواهي نه ورکوو ځکه دا د هغه په اړه فیصله کول دي چې دا کس به الله جل جلاله همېشه په اور کې ساتي (ځکه همدا د کافر حکم دی) نو دا فیصله مونږ وروسته له هغه کوو چې د دې کس کفر مونږ ته له هر اړخه لکه د لمر داسې ښکاره شي او هېڅ شک پکې نه وي .

نو خلاصه دا چې مونږ معین کس ته په اسانه کافر نه وایو او هغه چاته مونږ هم کافر وایو چې قرآن کریم او د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیث هغه ته کافر وايي او د قرآن کریم او احادیثو له مخې یو مؤمن هغه وخت له ایمان څخه وزي چې داسې کار وکوي چې د ایمان ضد وي ؟

کوم کارونه د ایمان ضد دي؟

پدې لیکنه کې مو پام ورته را ګرځوم او زما غرض دا دی چې مونږ پدې پوه شو چې په کوم شي باندې انسان کافر کیږي ترڅو ورڅخه ځان وساتو ، او دلته خپل لوستونکی ته ښکاره کوم چې زما علم لدې نه ډېر کم دی چې د چا په کفر او اسلام باندې فتوا ورکړم او یا د چا د کافر کېدو فیصله وکوم زه دا فیصله نه کوم بلکه د علماوو خبرې را اخلم لتاسې سره یې شریکوم .

نو هغه شیان چې مؤمن ورسره کافر کیږي په دری ډوله دي :

الف: د ایمان قولي ماتوونکي شیان (هغه خبرې چې انسان یې په کولو کافر کیږي)

ځینې داسې خبرې دي چې په کولو یې ایمان ختمیږي او الله جل جلاله مه کړه چې مؤمن هغه خبره وکوي ورباندې کافر کیږي د مثال په ډول :

د شرک خبرې

په خپلو خبرو کې د شرک خبره کول ، داسې خبره کول چې له هغې نه ښکاره کیږي چې دی د الله جل جلاله په وحدانیت باندې ایمان نه لري ، څوک له الله جل جلاله سره په عبادت کې شریکول او داسې نور څومره چې د شرک شعبی او برخې دي ټول کفر دی .

د الله تعالی له وجود نه انکار

په خپلو خبرو کې د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کول لکه مخکې چې تېر شول چې دې ډول کفر ته الحاد ویل کیږی .
د الله نه سوا بل خالق او رازق منل

په خپلو خبرو کې ددې عالم لپاره بل خالق رازق او متصرف منل هم د کفر سبب کیږي .

د عالم قدیم والی منل

دا خبره کول چې دا عالم قدیم دی او دا الله جل جلاله پیدا کړی نه دی لکه دا مذهب د ډېرو ګمراه ډلو دی نو که پدې خبره څوک عقیده کوي او دا خبره کوي دا هم کفر دی .

په اسلامي شعائرو پورې ټوکې کول

په خپلو خبرو کې په اسلام ، ایمان ، الله جل جلاله ، قرآن کریم ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو دیني شعائرو پورې په ټوقو کولو سره هم ایمان له مینځه ځي او الله جل جلاله د مونږ وساتي انسان ورسره کافر کیږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې چې منافقینو پدې اړه خبرې کړې وې نو د هغوی په اړه آیتونه نازل شول چې پدې ټوقو سره تاسې کافران شوي یاست .

نکته

نو ټول هغه کسان د خبر وي چې په خپلو خبرو کې دین ، اسلام ، پیغمبر ، قرآن ، الله جل جلاله ته ښکنځل کوي اګر که په ټوکو کې هم وي ، او داسې خبرې کوي چې د اسلامي شعائرو په مقابل کې سپکاوي وي ، اګر که هغه خبره ده ته وړه خبره ښکاره کیږي لکن د الله جل جلاله په وړاندې ډېره لویه خبره ده هغه کسان د هم متوجه وي چې کله یو عالم ، ملا ، طالب ته غصه شي نو ټولو علماوو ته ښکنځل کوي د هغوی لپاره هم د خطر خبره ده هغوی ته مې مشوره داده که چېرته تاسې له یو کس سره عداوت لری نو له هغه معین کس سره خپله معامله محدوده وساتئ او که تاسې جنس عالم ، علم او اسلام ته ښکنځل کوئ نو پدې سره هېچا ته هېڅ ډول ضرر نشی رسولی تاوان او نقصان مو خپل ځان ته دی هسې نه چې لدې خبرو سره له ایمان څخه خلاص شئ … نور بیا ان شاء الله

زما د بحث مراجع :
قرآن کریم
تفسیر الطبری
تفسیر بیضاوي
صحیح البخاری
نواقض الاسلام
المغني
الابانة
الشفاء
نیل الاوطار
السیل الجرار للشوکاني رحمه الله

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ناپیژنده
میلمه
ناپیژنده

دوکتور وردګ ماما الله دې هدایت درته وکړی غټ وابی یې په وردګو کې وابی اول وار ده چی وینو یې الله د خیر پیښ کړی. تاسو ابی العز حنفی یاد کړی پداسی حال کی چی نوموړی له سره حنفی مذهبه نده او له نوموړی مذهب سره یی ډیر لوی خیانت کړی عقیدة الطحاویه یی په غلط شکل تشریح کړی. د هدایه په مولف باندی یې بیځایه او بی مورده ردونه کړی. نور یی هم ډیر لوی خیانتونه کړی اصلا نوموړی حنفی مذهب ته د حنفی تر نامه لاندی د حنفی مذهب فاسدولو ته راننوتی و. دوکتور صاحب غواړم دا… نور لوستل »