افغانستان

اشرف غني متحده عربي اماراتو ته ولاړ

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د ګډ حکومت اول مشر اشرف غني نن له غرمې وړاندې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د متحده عربي اماراتو پلازمېنې ابوظبۍ ته ولاړ.

ارګ ويلي، چې ولسمشر غني به هلته د لوور ميوزيم د پرانيستو په مراسمو کې ګډون وکړي او تر هغې وروسته به د اماراتو له لوړپوړو چارواکو سره هم د دوه اړخيزو اړيکو سربېره په امنيتي او سياسي مسايلو خبرې اترې وکړي.

اشرف غني سره په دې سفر کې د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر، د چارو د ادارې مشر عبدالسلام رحيمي، د سټراټيژيکو اړيکو د ادارې مرستيال هارون چخانسوري او يو شمېر نور چارواکي ملګري دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x