نظــر

یوازي په ښارونو کي د مجبورو انتخابات

عام انتخابات چي  ددیموکراسۍ او غربي رواج یو داسي پدیده ده چي نه پکي دانسانانو لیاقت ته کتل کیږي نه یې هم دیانت امانت او سپیڅلتوب ته  بلکي دلته یې یوازي شمیر ته ترجیح ورکول کیږي  ددوی په اند ظالم مظلوم ،عادل او جابر  ، پوه او نا پوه ، عالم او عامي ،پاک او ناپاک ، ووړ او زوړ  په رایه ور کولو کي سره یو برابر دي  چي په دې کار سره دپوه ،عالم ،سپیڅلي او مشر ورایو ته  دکشرانو بې علمو او ناولیو په نسبت درناوی نه کیږي  اوعمدا  ددوی لیاقتونه له پامه غورزول کیږي اوددوی په قانون کي دښه اوبد رایه یوه شمیرل کیږي  چي دا په خپل ذات کي له عدالت انصاف او پوهې سره یوه جګړه او په وړاندې یې ستره جفا او ناسم چلند بللای شو.

 

په افغانستان کي دروان 2014کال انتخابات چي  دامریکا په خوښه تر سره کیږي او هغه چاته به رایې ور کول کیږي چي دوی ورته معرفي کړي وي چي هغه یا دا خلي جنګسالاران او یا هم په بهر کي روزل شوي سګشویان  اوکفري مزاجه  غربي  ټوک خواره.

زموږ دهیواد دنفوسو شمیره چي دا مهال تر 30   میلیونه اوړي  یوازي دښاري سیمو دولتي مامورین او یا هم هغه کسان چي دټوپک دمیل په زور  وټاکنو ته اړ ایستل کیږي دپور ته شمیرې په تناسب لس فیصده هم نشو بللای  نو چي داسي ده څرنکه به دا انتخابات افغان ولس ته دمنلو وړ وي  زموږ هیواد وال دا هر څه په خپلو ستر ګو ویني چي ددوی انتخاباتي کمپاینونه دفترونه کاروانونه تر بریدونو لاندي نیول کیږي او هره ورځ یې په لسهاوو پلویان دمرګ کومي ته لویږي  یایې کاندیداتوران سره له ساتونکو او پولیسو دمحاهدینو له لوري ژوندي اسیران کيږي خو غربي رسنۍ لا هم په واز کومي دانتخاباتو دپر مختګ ډنډورې ږغوي  او په وار وار دا تکراروي چي دا ځل تر پخوا خلک وانتخاباتو ته ډیر لیوال دي  کله وایي چي دشپې له دوو بجو لاینونه تر تیب شوي او تر مازیګر پوري خلک درایې کار تونو اخیستلو ته په لاین کي  انتظار باسي  او کله هم له دولتي مامورینو سره دعامو خلکو په نوم مرکې تر تیبوي  چي وښیي  په هیواد کي سم سمکی دۍ او دوی ته کوم خطر نشته  دوی دا هم وایي چي موږ په 33 ولایاتو کي 6700   دانتخاباتومرکزونه خلاص کړي  که دا شمیره پر 33   تقسیم شي نو په هر ولایت کي څه بالا 200 مراکز ددوی له لوري پرانستل شوي چي دا هیچا ته دمنلو ندي ځکه خلک په خپلو ستر ګو ګوري چي  په هر ولایت کي دګوتو په شمیر مراکز تعین شوي  .

دوی له  دا څو ورځنیو فدایي بریدونو دومره و ویدل چي  نه یې بهرني څارونکي پاتې شول او نه دوی  په هغه اندازه چي په کار ده ه ودفترونو ته حاضریږي  ددې لپاره چي له دې کارنده بریدونو خوندي پاتې شوي وي دروانې میاشتې له پیل نه یې دلویو لارو مسافروته  مخه کړې او هغه چي پګړۍ یې پر سر وي یایي ږیره وي یایې څیره وطالب ته ورته وي له سپرلي موټرونو شوه کوي او اذیت کوي یې یا هم  ددوی دجاسو سي شبکې له لوري  په مر موز ډول په شهادت رسول کیږي او یایې وزندانو نو ته اچوي  چي ددوی دغه ظالمانه عمل  نوره هم داولس غوصه را پار ولې  او له دوی نه  بیزاري اعلانوي ۰

(سعادت  لاروی )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x