افغانستان

یوناما: د امريکايانو په بمبار کې د کندوز ۱۰ ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۷لړم ،۱۳۹۶): يوناما پر خپل ټوېټر پاڼه ليکلي چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د امريکايانو له خوا په شوي بمبار کې ولسي وګړي په نښه شوي.

پنځه ورځي وړاندي د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې امريکايانو پر دريو کليو (وردګ ، قتل عام او عیسی خیلو) بمبار وکړ چې له امله يې ۱۴ تنه ملکي کسان مړه او ۱۳ نور ژوبل شول.

پرون (سه شنبه ) د کندوز والي ، د دفاع وزارت وياند دولت وزيري او همداراز ناټو په ګډه ويلي وو چې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د بمبار له امله وژل شوي ټول طالبان دي.

که څه هم د ناټو د غوڅ ملاتړ له لوري په کندوز کې د بمبار له امله وژل شوي ټول طالبان بلل شوي خو يوناما په خپل اوسني خپور کړي راپور سره د دوی ادعاء ردوي.

يوناما د کندوز په بمبار کې د وژل شويو کسانو شمېر ۱۰ تنه ښودلی.

د يوناما له لوري په خپور شوي راپور کې ويل شوي چې دوی په سيمه کې له پيښي پاته شوي کسان ، روغتياپالان او د سيمي قومي او عادي اشخاص ليدلي او جوته کړې يې ده چې په بمبار کې ملکي کسان وژل شوي.

د کندوز د ولايتي شورا وکيل خوش محمد نصرتيار هم پر (قتل عام ) کلي د بهرنيو ځواکونو د بمبار پخلی کړی وو او نوموړي دا منلې وه چې هلته عام ولس په نښه شوی.

همدا راز نن ټکي اسيا ته له سيمي نه جان محمد کندوزي پر ملکي وګړو د امريکايي بمبار پخلی کاوه او د صحنې شاهد وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x