افغانستان

طالبانو یو شمېر مهم او پټ دولتي اسناد ترلاسه او افشا کړل

نن ټکی آسیا: طالبانو په یوې اعلامیې کې د یو شمېر مهمو دولتي او امنیتي پټو اسنادو او لیستونو د تر لاسه کولو خبر ورکړی او د بیلګې په توګه یې د ځینو سري حکومتي اسنادو عکسونه هم خپاره کړي دي.

طالبانو ویلي چې دوی به د دې اسنادو په مټ په دې وتوانېږي، چې د انتخاباتو د پروسې مؤظفین، کار کوونکي، سرلاري او نور اړوند منسوبین په اسانه توګه پیدا او په نښه کړي.
په دې اړوند د طالبانود خپرې شوې اعلامیې متن دا دی:

د انتخاباتو لپاره د ټول هېواد په سطحه، د دښمن مهم امنيتي پلان افشا شو
هوالمستعان
الحمدلله وحده والصلوة والسلام علی من لانبی بعده

امابعد : قال الله تعالي (ومکروا ومکرالله والله خيرالماکرين ) دلوی الله جل جلاله په ځانګړې مرسته داسلامي امارت کشفي ارګانونو د غليم د جعلي انتخاباتي پروسې په امنيت پورې اړوند ډير محرم او حساس اسناد چې سلګونه مخه لري لاسته راوړي دي، د دغو اسنادو له جملې څخه يو هم د مشت نمونه خروار په توګه ( جدول ارقام پوليس اناثيه وزارت امورداخله که درسايتهای انتخاباتي کشور توظيف ميگردند) په عنوان سند ده.
په ياد شوي سند کې چې شپاړس مخه لري د هر ولايت د رای ورکولو دمرکزونو مجموعي شمېر د ضرورت وړ ترينرانو،د معرفي شويو ترينرانو تعداد او کمبود او دهر ولايت دانتخاباتي سايټونو لپاره د ښځېنه پوليسو تفصيلې لست ذکر شوی او انشاءالله ددغه سند اونورو لاسته راغلو محرمو اسنادو په مټ به داسلامي امارت مجاهدين په دې وتوانيږي چې دغليم انتخاباتي دسيسه او له دې دسيسې سره مرسته کونکي په دقيق ډول په نښه او تر بريدونو لاندې ونيسي .
د اسلامي امارت مجاهدين دلوی الله جل جلاله د نصرت په اتکاء دې ته ژمن دي چې د خپل ايماني مکلفيت له مخې به خپل ټول وس داسلام او ګران هيواد دغليمانو د دسيسو د ناکامولو په موخه کاروي او د دې پروا نه لري چې دغه دسيسې ترکومو رنګينو عنوانونو لاندې په لار اچول کېږي، دهيواد په پلازمېنه او ولايتونو کې وروستي توند او کاري سرښندونکي بريدونه او په استخباراتي برخه کې ذکرشوې لاسته راوړنه په دې حقېقت ښه ګواه دي.
مونږ له ټولو هغو هيوادوالو څخه چې د غليم داجيرې مېډيا تراغېز لاندې راغلي دي، په ځانګړې توګه له افغانو باعفته مېرمنو څخه غوښتنه کوو چې  حقائقدرک کړي او د يرغلګرو له رنګين ټاکنيز دام نه لرې واوسي، او ځانونه د دې ستر تاريخي خيانت له دنيوي او اخروي سختو عواقبو نه وژغوري .

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ويندوی
۱۴۳۵/۶/۲هـ ق
۱۳۹۳/۱/۱۳هـ ش ــ 2014/4/2

د یو شمېر افشا شویو لاسوندونو اخیستل شوي عکسونه په لاندې لینک کې موندلای او کتلای شئ.

http://justpaste.it/eyb0

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x