افغانستان

حکمتيار: ټاکنې به يوازې هغه څوک ګټي، چې حزب يې ملاتړ کوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه ، ۱۷ لړم ، ۱۳۹۶): د حزب اسلامي مشر  ګلبدين حکمتیار له ګډ حکومت سره له روغې جوړې وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې د خپل ګوند د مرکزي شورا غونډه راغوښتې وه او په دغې غونډې کې يې د خپلو پخوانيو تکراري څرګندونو سربېره د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو او د خپل ګوند په ميکانيزم خبرې وکړې.

ګلبدين حکمتيار د خپلې وينا ټوله برخه پر ټاکنو او د خپل ګوند په جوړښت  راټوله کړه، په هېواد کې په ځانګړې توګه په کندوز او نورو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې د وژل شويو ولسي وګړو هېڅ يادونه يې ونه کړه.

حکمتيار وويل، چې په کابل کې د حزب د مرکزي شورا د زرګونو کسانو د راټولېدو تر ټولو ستر لامل د دوی هغه قربانۍ دي، چې د جهاد په لارې کې يې ورکړي او زياته يې کړه: «دا هر څه د الله تعالی مرسته، چې د خلکو قرباني او هڅې نه ضايع کوي.»

حکمتيار وويل، چې د دوی ګوند د ټول هېواد په کچه تر ټولو ستر ګوند دی او راتلونکې ټاکنې يوازې هغه څوک ګټلی شي، چې دوی ورسره وي.

يو شمېر څارونکي پوښتنه کوي، که حزب د افغانستان تر ټولو ستر ګوند وي، نو بايد د نورو د ملاتړ پر ځای خپل نوماند ولسمشرۍ ته ودروي.

ګلبدين حکمتيار د خپل ګوند مرکزي شورا ته په داسې حال کې خبرې کولې، چې څو ورځې وړاندې يې د ټاکنو خپلواک کميسيون ته د راتلونکو انتخباتو په اړه خپل وړانديونه او تګلاره سپارلې وه.

نوموړي نن يو ځل بيا وويل، چې د پارلماني ټاکنو لپاره دې په هر ولايت کې حوزې جوړې شي او له دغو حوزو دې د سيمې خلک خپل وکيلان ولري.

د حکمتيار په وينا ښه بېلګه يې غزني ولايت دی، چې لس ولسوالۍ يې په ولسي جرګه کې يو وکيل هم نه لري او پاتې نورې يې لري.

حکمتيار دا هم وويل، چې کابل ته د ده له راتګ وړاندې ډېرو ډلو د حزب په نوم فعاليت کاو، خو د ده له راتلو سره د حزب په نوم ټولې ډلې په دې سلا شوي، چې نور به يوازې د پخواني حزب تر بېرغ لاندې فعالت کوي، خو حزب ته نژدې سرچينې وايي، چې دغه ډله اوس هم د ګډوډيو او بې باورۍ ښکار ده او د حزب تر ټولو ستره حکومتي ډله د عبدالهادي ارغنديوال په مشرۍ نه غواړي، چې يو ځل بيا د حکمتيار تر سيوري لاندې فعالت وکړي.

ارغنديوال څو ځله ويلي، چې ګلبدين حکمتيار دې ځانته خپل ګوند او دفتر رسمي کړي او له همدې امله په نوې مرکزي شورا کې د ارغنديوال د ډلې خلک نه شته.

ګلبدين حکمتيار د افغانستان له ټولو سياسي ډلو د هماهنګي غوښتنه وکړه، خو په ورته وخت کې يې ځينو ډلو ته خوله هم واچوله.

نوموړي زياته کړه، چې دوی يوازې د ټاکنو له لارې د بدلون غوښتونکي دي او تور يې پورې کړ، چې ځينې کړۍ غواړي يو ځل بيا د ټاکنو پر ځای د بن کنفرانس په څېر له جوړې شوې غونډې خپله ونډه تر لاسه کړي.

حکمتيار که څه هم د چا نوم ياد نه کړ، خو اشاره يې هغو ډلو ته وه، چې د ګډ حکومت پر ضد توندې څرګندونې کوي او وايي، چې ولسمشريزې ټاکنې پر وخت نه شي تر سره کېدای.

ګلبدين حکمتيار د خپلې وينا ټوله برخه پر ټاکنو او د خپل ګوند په جوړښت راټوله کړه، په هېواد کې په ځانګړې توګه په کندوز او نورو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو کې د وژل شویو ولسي وګړو هېڅ يادونه يې ونه کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

سولېدلې مهره

ابودجانه افغان

کومی ټاکنی د امریکا سفارت او د سپینی ماڼی جان کیری ټاکنی؟
کاش کی چی شرم خو ښکر لرلی.
نوره دافغان مظلوم غیرتی ولس د دوکا ورکولو کوشش مکوی زهر په حلوه کی مه ورکوی.
د خپلواک سوکاله ارام اباد افغانستان په هیله.

ابودجانه افغان

عوا حلاله نه حناک په سر
خپلواکی نشته ټاکنی کوی؟
په اول قدم کی خپلواکی مهمه ده بیا ټاکنی واړی جامی دی.
اوس همداسی بی ټاکنو ښه یو
چی کله خپلواک شو بیا به ټاکنی کوو

ابودجانه افغان

ګلبدینه ! که مرګۍ د ونه خوری او ګران افغانستان خپلواک شو ، بغیر له ټاکنو به ته یوولس مشر وی د چوکی شوق به د پوره شی، خو یوه خبره درته کوم اغه د خوړلو قسمونو کفاره پوره کړه چی که یو امریکایی په افغانستان کی وی زه به خپله مقدسه مبارزه پر وړاندی وړم.، اوس هم د توبی دروازی خلاصی دی فرصت له لاسه مه ورکوه توبه اوباسه د هیواد خپلواکی لپاره ریښتینی هڅی وکړه. ښه موقعه لری… .

ابودجانه افغان

امریکایی ټاکنی او اوټونه !
امریکیان د په خپل منځ ټاکنی او اوټونه کوی، او بیا د په افغان مظلوم ولس تپی چی دا ستاسو اوولس مشر دی.
دا به کوم غیرتی افغان ومنی؟
دا منطق او دا خبری !
عجیبه خلک دی اصلی باز په کارغه بدلوی
ظالم ډالر دی په سرونو کی معزه بدلوی

احمد

ګلبدین کومه ده حزب خو تیرو ټاکنو کی دحلال ملا تړ وکړو کومه فایده خو یی نه وه د ټولو د سترګو لیدلی حال ۰خو شرم نه لری چی په وشرمیږی حیا دی اچولی که دی لږ غیرت درلودی باید چی مرګ ته دی په ژوند ترجع ورکړی وی

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x