خبرونه

اتمر: پر شمشاد ټلویزون برید «بې رحمانه او غیر انساني» وو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۶):د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر پر شمشاد راډیو ټلویزون د تېرې ورځې برید غندلی او دغه برید یې د بیان په ازادۍ برید بللی دی.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې نن اتمر د شمشاد ټلویزون څخه لیدنه وکړه او د یاد ټلویزون مشر فضل کریم فضل او همکارانو سره یې ولیدل او دغه برید یې وغانده.

د خبرپاڼې له مخې، اتمر پر شمشاد ټلویزون برید بې رحمانه او غیر انساني برید بللی او د خپلې ډاډګیرنې مراتب یې ورته وړاندې کړي دي.

د ملي امنیت شورا سلاکار پر شمشاد برید داسې مهال غندي، چې تېره ورځ په یاد ټلویزون له برید وروسته لومړۍ اعلامیې د ده او بیا په کابل کې د برتانیې د سفارت له لوري خپرې شوې.

تېره ورځ د شمشاد راډیو ټلویزون ودانۍ ته دوه وسله وال ننوتي وو، چې له څو ساعته نښتې وروسته دواړه ووژل شول او پړه یې هم د داعش وسله والې ډلې ومنله.

تېرکال په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي ظاهر قدیر د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې پر امریکا او د ملي امنیت پر شورا تور ولګاوه، چې د داعش څخه ملاتړ کوي او دوی ورته وسلې ورکوي.

مخکېني ولسمشر حامد کرزي هم د روان کال په اپرېل میاشت کې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې داعش د امریکا قراردادي پروژه بللې وه او ځینې افغان چارواکي یې ورسره په مرسته کولو تورن کړي وو.

د چارو شنونکي هم وايي، چې داعش یوازې د طالبانو د ځپلو لپاره پیدا شوې پروژه ده او امریکا، ناټو او د افغان دولت ځینې چارواکي ورته وسلې او امکانات ورکوي او تجهیزوي یې.

داعش درې کاله وړاندې په ننګرهار کې راپیدا شو او د خلافت اعلان یې وکړ؛ خو تراوسه یې بریدونه یوازې د شیعه ګانو په لاریونونو، تکیه خانو او د طالبانو سره په نښتو کې ښکېل شوي دي.

د ننګرهار په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د تېرو دوو اوونیو راهیسې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښته روانه ده؛ خو حکومت یوازې د دواړو ډلو ترمنځ د اوښتې مرګ ژوبلې راپورونه ورکوي او د داعشیانو د ځپلو لپاره هېڅ اقدام نه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x