دیني، سیرت او تاریخ

محرمات : له خواښې سره د نكاح د حرمت بیان. دوهمه برخه

34له خواښې سره د نکاح په حرمت کې دا اختلاف دی، چې د خواښې حرمت یوازې د هغې له لور سره په عقد کولو ثابتېږی او که په جماع سره.

حضرت علی(رض)، زید بن ثابت(رض)، جابر بن عبدالله(رض) او حضرت ابن مسعود(رض) څخه روایت دی، چې د خواښې حرمت په جماع سره ثابتېږی، نه په تش عقد سره.
ابن زبیر، مجاهد، عکرمه او محمد بن شجاع(رحمهم الله) ظاهری ددې قائل دی. په دې اړه له امام شافعی(رح) څخه هم یو قول دی

او یو قول له امام مالک(رح) څخه هم شته، خو د جمهورو علماو په نیزد په دواړو صورتونو کې حرمت ثابتېږی که عقد وی او که جماع. د حضرت عمر ابن عباس(رض) او د عمران بن حصین(رض) مذهب هم همدا دی. په همدې اړه له حضرت علی(رض) او زید بن ثابت(رض) نه هم یو روایت شته او له ابن مسعود(رض) څخه هم له خپل پورته قول څخه رجوع ثابته ده. د درایه د صاحب په قول د امام مالك(رح) صحیح مذهب هم همدا دی.
کومو ښاغلو چې د حرمت مصاهره لپاره جماع شرط کړې ده دلیل یې دادی، چې په ایت کې “وربائبکم التی” عطف دی په “امهاتکم” باندې

 

او د “دخلتم بهن” شرط دی لپاره د “ربائبكم” نو ځكه مو جماع شرط کړه.
د جمهورو علماو دلیل دادی چې په “امهات نسائکم” كې یې حرمت د خواښې ښودلی دی او قید د دخول یا جماع یې ندی ذکر کړی، نو دا حکم په خپل اطلاق پاتې دی.
حضرت ابن عباس(رض) فرمایی:
ابهمو ما ابهم الله ای اطلقو.
د هغو ښاغلو ځواب دادی چې جماع یې ورته شرط كړې ده، چې “دخلتم بهن” دا شرط نده لپاره د “ربائبکم” بلكې صفت دی. او په ایت کې عطف د موصوف باالصفت په غیر موصوف باالصفت شوی چې “امهاتکم” دی. او عطف د موصوف باالصفت په غیر موصوف باالصفت باندې کول ددې مقتضی نده، چې په غیر کې دې هم دا صفت وی. لکه یو سړی ووایی زینب طالق و هند قائمة نو د زینب د طلاق کېدو لپاره قیام شرط ندی. مسئله په دې ډول راځی چې که زید له هندې سره واده وکړ او لور یې ترې پیدا شوه او زید مړ شو، نو عمر راغی له کونډې هندې سره یې نکاح وکړه او لور یې هم ورسره راوسته، نو که له هندې سره یې جماع نه وی کړی، نو د لور سره یې نکاح روا ده.

د څلور واړو امامانو ثوری، اوزاعی، اسحق او ابو ثور او د جمهورو په نیزد هم نکاح روا ده. او كه له مور سره یې یعنې هندې سره یې جماع كړې وی، نو بیا یې له لور سره نکاح نده روا، ځكه چې په لاندې ایت کې قید د دخول موجود دی.
“وربائبکم التی فی حجورکم من نسائکم التی دخلتم بهن” الایه

بله مسئله داده لکه څنګه چې په صحیح نكاح سره حرمت ثابتېږی، همدا ډول په زنا سره هم ثابتېږی او په فاسدې نکاح سره نه ثابتېږی. او حرمت مصاهره لکه څنګه چې په جماع سره ثابتېږی همدغه ډول په شهوت سره هم ثابتېږی. د بېلګې په ډول که یو سړې یوې ښځې ته په شهوت سره لاس وروړی. د یو او بل شرمګاه ته کتل هم د احنافو په نیزد حرمت مصاهره ثابتېږی. او په شهوت لاس وروړل عام دی، که طبعا وی که په تېروتنه که په هېره که په خوښۍ سره وی او که په جبر سره. البته دا ضروری ده چې ښځه به مشتهاته وی.
ابن الفضل وایی چې نهه کاله جنۍ مشتهاته ده بلا تفصیل او د پینځو کالو یا له هغې نه د کم عمر غیر مشتهاته ده بلا تفصیل او د شپږو، اوو او اتو که چاغه وی، نو مشتهاته ده

او که ډنګره وی، نو غیر مشتهاته ده.

په دې اړه د أیمه و اختلاف:

د امام شافعی (رح) په نیزد که یو سړی یوه وینځه په شهوت سره ښکل کړه، بیا یې ددې له لور سره نکاح کول غوښتل، نو نکاح روا ده- کفایه.
او د امام ابوحنیفه(رح) په نیزد له لور سره یې نکاح روا نده.
نور بیا. . .

http://www.nunn.asia/leekani/deen/10644-%D9%85%D8%AD%D8%B1%D9%85%D8%A7%D8%AA-%D9%84%D9%87-%D9%83%D9%88%D9%85%D9%88-%DA%9A%DA%81%D9%88-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%DA%86%DB%90-%D9%86%DA%A9%D8%A7%D8%AD-%D8%AD%D8%B1%D8%A7%D9%85%D9%87-%D8%AF%D9%87%D8%8C

 

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x