نړۍ

ناټو: افغان دولت دې د جګړې پرځای په سوله فکر وکړي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۶):د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو د مقدماتي غونډې پیل کې د ناټو ځینو چارواکو ویلي، چې له افغان دولت سره خپلو مرستو ته دوام ورکوو؛ خو حکومت دې د جګړې پرځای په سوله فکر وکړي.

د دوی په خبره، د افغان ځواکونو  په پښو درېدل کلونه وخت غواړي؛ خو ورځ تر بلې افغان ځواکونه له نویو ننګونو سره مخ کېږي.

د ناټو چارواکو یو ځل بیا طالبانو ته ګواښ کړی، چې د خپلو فعالیتونو د پراخولو لپاره به اجازه ورنه کړي.

د ناټو سرمنشي ينز سټولټنبرګ په افغان حکومت کې فساد تر ټولو لویه ستونزه بللې او حکومت ته یې وړاندیز کړی، چې جګړه د حل لاره نه ده، بلکې د سولې لپاره باید ډېر کار وشي.

د ناټو غړیو هېوادونو غونډه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پیل شوې او افغانستان د نننۍ ناستې تر ټولو مهمه مسئله ده.

ټاکل شوې ده، د ناټو په سبانۍ غونډه کې به د افغانستان په استازیتوب د دفاع سرپرست وزیر طارق شاه بهرامي په مشرۍ یو پلاوی بروکسل ته ولاړ شي او د افغانستان د اوسني امنیتي وضعیت په اړه به د ناټو غړیو هېوادونو ته معلومات ورکړي.

د ناټو عمومي مشني ينز سټولټنبرګ تېره ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته ویلي وو، چې ناټو به افغانستان ته ۳ زره اضافي سرتېري نور هم ولېږي.

د ناټو چارواکي دا ضد و نقیض خبرې داسې مهال کوي، چې امریکايي او ناټو ځواکونو په دې وروستیو کې پر افغانستان بمباري ډېره کړې او تر ډېره ملکي وګړي پکې په نښه کېږي.

تېره ورځ پخواني جهادي قومندان او د اوبو، برېښنا او انرژۍ وزیر اسمعیل خان ویلي وو، چې امریکا او ناټو د طالبانو پر وړاندې ماتې خوړلې او باید له افغانستانه ووځي.

امریکا او ناټو تراوسه په رسمي ډول خپله ماتې نه ده منلې؛ خو په بیا ـ بیا یې ویلي، چې د افغانستان اوسنۍ ډېره خاوره د دولت د مخالفینو «طالبانو» په لاس کې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x