fbpx

یوناما: د عبادت پر ځایونو بریدونه زیات شوي

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۶): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې یوناما ویلي چې په دې وروستیو کې د عبادت پر ځایونو، دیني علماو او عبادت کوونکو باندي بریدونه له تیرو ۷ کلونو راهیسي بیساري زیات شوي دي.

د راپور سره سم د کال ۲۰۱۶ د جنوري میاشتي د لومړۍ ورځي راهیسي په افغانستان کې د عبادت پر ځایونو ، دیني مشرانو او لمونځ کوونکو باندي ټول ۵۱ بریدونه شوي دي چې له امله یې ۸۵۰ تلفات اوښتي چې په هغو کې ۲۷۳ تنه وژل شوي او ۵۷۷ نور ټپیان شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د کال ۲۰۰۹ څخه بیا تر ۲۰۱۵ پوري ددغه سي بریدونو د تلفاتو شمېر ډېر کم وو، خو له کال ۲۰۱۶ څخه بیا تر اوسه پوري د هغو شپږو کلونو په پرتله دوچنده زیات تلفات اوښتي دي.

د راپور سره سم په افغانستان کې د یوناما مشر «یاماماتو» د عاشورا پر څلویښتمه د خبرو پر مهال غوښتنه وکړه چې ښکېل اړخونه دي د قانون احترام وکړي، لمونځ کوونکي او د یني مشران دي نه په نښه کیږي.

د راپور سره سم په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د شیعه ګانو پر عبادت ځایونو بریدونه زیات شوي چې دوی یې د اندېښنې وړ بولي.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا پر حکومت غږ کړی چې د مسجدونو او عبادت ځایونو امنیت خوندي کړي او د دولت پر مخالفینو یې غږ کړی چې د عبادت پر ځایونو او دیني مشرانو د بریدونو څخه ډډه وکړي.

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې په مکرر ډول د شیعه ګانو پر تکیه خانو او دیني مراسمو د داعش له لوري بریدونه وشوه چې له امله یې په لسګونو کسان مړه او ټپیان شول.

طالبانو تل دغه سي بریدونه غندلي دي او هغه یې د «دښمن» دسیسه بللې چې غواړي افغانستان پر مذهبي ډلو هم تقسیم کړي او تر منځ یې جګړه را منځته کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د